نړۍ

واشنګټن پوسټ: امريکا د پاکستان په غوښتنه بې پیلوټه بريدونه کم کړي دي

امريکايي اخبار واشنګټن پوسټ د يو جګپوړي امريکايي چارواکي له قوله ليکلي چې، پاکستان له دوی غوښتي چې طالبانو سره د خبرو اترو په دوران کې بې پيلوټه بريدونه ونه کړي، چې له همدې امله يې د پاکستان په قبايلي سيمو کې بې پيلوټه بريدونه کم کړي دي. دغه امريکايي چارواکي ويلي چې له پاکستاني طالبانو سره مذاکرات د پاکستان کورنۍ مسئله ده. دغه چارواکي ويلي چې دا په دې معنا نه دی چې، موږ د تروریزم پر خلاف خپله پاليسي بدله کړې. ده ويلي چې که اوس هم دوی ته په دغو سيمو کې د القاعده کوم مهم غړی په نښه شو، دوی به پرې ډرون کوي. بل پلو د امريکا په کانګرس کې د استخباراتي کميټې مشر مایک روجرز د بې پيلوټه بريدونو په کمي نيوکه کړې او ويلي يې دي، او ويلي يې دي چې دا د باراک اوباما ناکامي ده. روجرز ويلي چې د بې پيلوټه بريدونو کمی زموږ د هيواد او پوځ ژوند له خطر سره مخ کړی دی. د يادونې وړ ده چې د تېر کال د نومبر په مياشت کې د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود په يو بې پيلوټه بريد کې و وژل شو چې له هغې ورسته دغه بريدونه کم شوي دي. اخري ډرون د تېر کال په دیسمبر مياشت کې شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x