افغانستان

له اوږدې جلا وطنۍ وروسته ګلبدین حکمتيار کابل ته راورسېد

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۴غویی، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار له دوو لسيزو زياتې جلا وطنۍ وروسته نن غرمه يوولس به کابل ته راورسېد.

تېر کال د میزان په لومړۍ نېټه، چې د ګلبدين حکمتيار او ګډ حکومت ترمنځ د سولې تړون لاسليک شو، کابل ته د حکمتيار راتګ تر ټولو لانجمنه موضوع وه.

نوموړی تېره پنجنشنبه په لغمان ولايت کې راڅرګند شو او هلته له خپلو پلويانو سره له ليدو وروسته ننګرهار ته ولاړ.

ښاغلی حکمتيار نن سهار د خپلو سلګونو پلويانو په ملتيا له ننګرهاره کابل ته روان شو او شېبه مخکې کابل ته راورسېد.

د حزب اسلامي رسنيز ټيم وايي، چې حکمتيار به نن ماسپښين ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني سره وګوري او سبا به د کابل په غازي سټيټيديم کې خپلو خواخوږو او پلويانو ته وينا وکړي.

له تېرو دوو لسيزو زیات وخت کېږي، چې حکمتيار کابل نه و ليدلی.

د روسانو له وتلو وروسته د مجاهدينو ترمنځ له خپلمنځي جګړې وروسته، چې طالبانو کابل ونيول، ګلبدين حکمتيار له هېواده جلاوطنه وه.

د کابل ډېری ودانۍ او دولتي موسسې د ګلبدين حکمتيار او قومندان احمد شاه معسود ترمنځ په جګړو کې ويجاړې شوې وې، په دغو جګړو کې له شپېته زرو زيات د کابل ښار اوسېدونکي هم وژل شوي وو.

اوس، چې ګلبدين حکمتيار له شاوخوا درويشتو کلونو وروسته کابل ته راغی د نوموړي د راتګ په اړه د کابل ښاريان بېلابېل نظرونه لري.

ځينې يې راتګ د سولې لپاره ګتور بولي، خو ځينې بيا وايي، چې د خپلمنځي جګړو ياد يې تازه شو او وېره لري، چې يو ځل بيا کابل کې کورنۍ جګړې پيل نه شي.

افغان حکومت ګلبدين حکمتيار ته د کابل ښار په زړه شهر نو کې يوې نوې ودانۍ کې دفتر پرانيستی او پر دارالامان سړک يې ورته دوه پراخې لوړپوړيزې ودانۍ په کرايه نيولي دي.

د حزب اسلامي سرچينې وايي، چې د يوه کور کرايه لس زره او د بل پنځه زره ډالره ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزيزالله عاجز

وا وا حکمتيار صاب راشه که مړيژى
ځكه تاخو ددى حق درلودى چى غربى
درندګانو دوى يادرى ښه دنګى ماڼړى
درکړى وايي
اخير ولى ستاپه قسمت دوه دکرائي ځايونه نصب شول

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x