نظــر

فېسبوک لس کلن شو؛ موږ څه ترلاسه کړل؟ – ذاکر جلالي

له ننه پوره لس کاله مخکې، د ۲۰۰۴م کال د فبرورۍ د میاشتې ۴مه نېټه مازیګر، د هارورډ پوهنتون محصل، درویشت کلن مارک زوکربرګ د پوهنتون په یوه شپه‌غالي کې د فېسبوک د نړیوالې ټولنیزې شبکې بنسټ کېښود. دی د دې شبکې یو له پنځو بنسټ ګرو څخه و.  زوکربرګ چې کله نا کله دویم بېل ګېټس هم ګڼل کېږي، نن سبا د نړۍ د ځوانو میلیادرانو په کتار کې راځي.

زوکربرګ په ۲۰۱۰م کال کې د ټایم مجلې شخصیت و. دی اوس د فېسبوک ادارې اجرایوي مدیر دی. په ۲۰۰۸م کال کې فوربس مجلې زوکربرګ تر ټولو ځوان ملیادر بللی، چې خپله پانګه یې په خپله لاسته راوړې ده او د ده پانګه یې یو نیم ملیارد امریکايي ډالر اټکل کړه وه؛ خو اوس فوربس وېب پاڼې د ده پانګه ۶،۹ ملیارده دالره اټکل کړې ده. ویل کېږي، چې زوکربرګ یهودی دی، مګر دی ځان بې‌خدایه (ملحد) بولي. د فېسبوک د کاروونکو شمېر اوس ۱،۲۳ملیارده دی. یوه داسې شبکه چې لس کاله مخکې اصلاً نه وه، نن یې د کاروونکو شمېر د هند له نفوس سره برابر دی. له شک پرته چې دا د مارک زوکربرګ ستره بریا ده، چې دی یې په دې خام عمر کې نړیوال پېژندل شوی شخصیت کړی.  

زوکربرګ د دې شبکې د لسمې کلیزې په تړاو په خپله فېسبوک‌پاڼه کې ویلي، چې «اکثراً راځنې پوښتي، چې کله دې هم داسې انګېرل چې فېسبوک به داسې شي لکه نن چې دی، نه». «زما په کالج کې د هغې شپې پيزا یادېږي، چې له دوستانو سره مې د فېسبوک له بنسټونې وروسته تیاره کړې وه. هغوی ته مې وویل، ډېر خوشاله یم، چې د خپل کالج محصلین مې له یو بل سره تړلي دي، مګر یوه ورځ به یو څوک غواړي چې نړۍ سره وتړي».  
فېسبوک موږ ته څه راکړل؟

لس کاله مخکې زوکربرګ په دې هیله فېسبوک جوړ کړ، چې د خپل کالج د شپه‌غالي محصلین سره وتړي؛ مګر نن، لس کاله وروسته فېسبوک د نړۍ څه باندې يو ملیادر خلک سره پېيلي دي. پاموړ برخه افغانان هم فېسبوک کې شته. له سیاستوالو، تر لیکوالو، روڼ اند، ځوانانو، او ښځو پورې  په فېسبوک کې شته او زموږ په ټولنه کې يې هم پاموړ شهرت موندلی. فېسبوک زموږ پر ټولنه هم يو لړ مثبتې اغېزې ښندلي. دا چې موږ له فېسبوکه څه زده کړي، څومره ګټه مو ترې پورته کړې، څو ټکي د پام وړ دي:

۱ . واټنونه ختم شول:

فېسبوک ولسونه ډېر سره نژدې کړل. له یوې خوا په فېسبوک کې پراخ شتون او له بلې خوا چېټ باکس او د فېسبوک نورې اسانتیاوې د دې لامل شوې، چې د خلکو ترمنځ واټنونه لرې شي. د فېسبوک چېټ باکس یوه بله اسانتیا دا هم لري، چې ګروپي چېټ په کې کېدای شي، چې څو کسان، له مختلفو ځایونو پر یوه وخت داسې چې هر یو د بل پيغام لوستلای شي، سره چېټ وکړي او د یوه بل له حالاتو او نظریاتو خبر شي. دلته د فاصلې ستونزه نوره نه شته. فېسبوک د نړیوالتوب بهیر په ګړنديتوب کې د ستایلو وړ رول لوبولی دی. لکه څنګه چې زوکربرګ وویل، دا د فېسبوک پای نه دی، فېسبوک به نړۍ ته لا نورې اسانتیاوې چمتو کوي، چې دا به له فېسبوک سره د خلکو لېوالتیا لا پسې ډېره کړي.

۲ . د زغم کلتور منځ ته راغلی:

دا تقریباً مهال وه، چې افغانان دې د مخالف نظر په سړه سینه واوري. مخالف خو څه چې، ان بې‌پرې نظر اورېدو ته څوک تیار نه و. کمونیستانو یوازې پر لمانځه خلک وژل. مګر نن فېسبوک زموږ په ټولنه کې دې بدلون ته تر ډېره لار اواره کړې ده، چې یو څوک د خپل مخالف لوري نظریات په سړه سینه اوري او منطقي رد پرې کوي. دا د زغم کلتور لا هم ډېر نه دی پیاوړی شوی، مګر کله چې زموږ تېر له اوس سره پرتله کوو، نو دا راته جوتېږي، چې اوس څومره ښه شوي یو. زما داسې ډېر ملګري په یاد دي، چې کله فېسبوک ته نوي راغلي وو، هغوی داسې انګېرله، چې د حل یوازینۍ لار د هغوی فکر او لار ده، هر څوک باید هغوی پسې لاړشي، یا لږ تر لږه له هغوی سره همنظره واوسي. مګر نن، فېسبوک سره له څو کلنې پېيلتیا وروسته دوی دا زغم موندلی، پر دې باوري شوي، چې نړۍ یا زموږ په وطن کې خلک متفاوت افکار لري، که څوک غواړي، چې نور ورسره په یوه لار ولاړ شي، نو خپل منطق او استدلال دې پياوړی کړي، په عمل کې دې وښيي، چې د ده په فکر په ټولنه کې د مثبت بدلون شیمه لري.

۳ . روڼ اندي بحثونو وده کړې:

فېسبوک له پخوانیو، بې‌ګټو، تکراري او ستړې‌کوونکو تنظیمي بحثونو راووېستو او روشنفکري بحثونو ته یې مخه پرانیسته. زه په افغاني فېسبوک کې داسې لږ خلک وینم، چې لا هم هماغو پخوانیو بحثي دودونو پسې دي. زموږ د فېسبوک اکثریت مینه‌وال اوس د ورځې داسې تیوریک بحثونه مطرح کوي، چې د حل لار په کې نغښتې وي. د فېسبوک ډېر ګډونوال په بحثونو کې خپل شتون اړین بولي، استدلال کوي او په پایله کې دې ته مجبورېږي، چې د بحث لپاره مطالعه وکړي، تر څو له خپل دریځه ملاتړ وکړي او نورو ته منطقي دلایل وړاندې کړي. زموږ پخواني بحثونه خو په وچو، بې‌منطقه استدلالونو ولاړ وو، چې نننی بدلون له شک پرته یوه لاسته‌راوړنه ده.

۴ . لیکوالۍ ته مخه شوې ده:

د فېسبوک بحث شفاهي نه دی، چې هر څوک دې په کې برخه واخیستی شي. دلته که چا سره دلیل وي، له یوې ادعا سره مخالفت یا موافقت کوي، نو خپل دلایل باید په لیکنۍ بڼه وړاندې کړي، چې دا چاره مو په ټولنه کې د لیکوالۍ ګټور فرهنګ خوروي او پياوړی کوي. داسې ډېر فېسبوکیان شته، چې فېسبوک د هغوی د لیکوالۍ لامل شوی. د فېسبوک یو توپیر دا دی، چې دلته د هر چا نظر خپرېدای شي، څه کمزوری او یا پوخ لیکوال وي. پخوا خو به ایله د تکړه لیکوالو نظریات او لیکنې په خپرونو کې خپرېدې. نوو لیکوالو ښايي ډېره هڅه کړې وه، چې لیکنه یې چېرته خپره شي. مګر نن د هر چا لیکنه خپرېدای شي او ان نقد هم پرې کېدای شي، چې دا چاره نوی لیکوال هڅوي، خپلې لیکوالۍ ته ډېر پام وکړي، څو ښه معیاري لیکنه وړاندې کړي، چې نور ترې ګټه پورته کړي. که فېسبوک کې زموږ د ځوانانو راتګ همداسې ګړندی وي، نور لرې نه ده چې ډېر ژر به پاموړ شمېر ځوان لیکوالان ولرو.

۵ . سیاسي اړخونه مخامخ دي:

دا مسئله تر یوه بریده له لومړني ټکي (زغم کلتور) سره تر ډېره نژدې ده. فېسبوک د دې لامل شو، چې د افغان ټولنې متفاوت، ان متضاد سیاسي اړخونه نېغ په نېغه د یوه او بل دریځونه او نظریات ننګوي او ردوي. دې برخه کې لا هم ستونزه لرو. متضاد اړخونه یو بل ښکنځي، سپکې سپورې وايي. ځینې تکړه لیکوال و شاعرانو ته هم چې پام وکړې، نو د بحث ژبه یې د کوڅې او بازار له هغې سره ډېر توپیر نه لري. خو اوس اوس د ښکنځمارو د اصلاح څرکونه احساسوم. دوی هم اوس پوه شوي، چې په ښکنځاوو څوک ورسره بحث نه کوي او نه هم ښکنځا د حل لار ده. که دا د اصلاح بهير لږ څه ګړندی شي، نو ښکنځماري به بیا ځانونه په فېسبوک کې یوازې احساسوي، هڅه به وکړي، چې له افغان متمدنې او پتمنې ټولنې سره ځانونه عیار کړي، ښکنځاوې او سپکې سپورې پرېږدي.

۶ . تر چارواکو اسانه لاسرسی:

دا څو میاشتې مخکې، یو فېسبوکي کوم ناروغ بغلان کې روغتون ته وړی و. هلته د ډاکټرانو چلن ښه نه و. دې فېسبوکي دا مسئله پر خپل دېوال ځړولې وه. د بغلان والي چې په فېسبوک کې و، دا ځړونه لوستې وه له دې کس سره یې اړیکه نیولې وه او د روغتونه مسئولینو ته یې لارښوونې کړې وه. دا د فېسبوک ډېره پر ځای ګټه وه. یا سربېره پر دې نن په فېسبوک کې ډېر چارواکي خپل حسابونه یا پاڼې لري. هر څوک کولای شي، هر چارواکي سره خپله ستونزه شریکه کړي. چارواکو ته لاسرسی فېسبوک ډېر ساده او ارزانه، بلکې وړیا کړې ده.

۷ . د هر چا نظر وننګول شول:

فېسبوک کې د هر چا نظر ننګول کېږي. له مشر لیکوال او سیاستواله نیولې، تر هر چا. هر څوک له هر چا سره مخالف او موافق کېدای شي. د فېسبوک یوه ځانګړنه دا ده، چې هر څوک د خپل کمپیوټر له شا، چې د –بې‌ځایه- حیا او شرم پردې هم تقریباً نه وي، په ډېرې بې‌باکۍ بحث کولای شي او د مشر او کشر نظر ردولای او منلای شي. د دې ګټه دا ده، چې هېڅوک خپل نظر یا خپله خبره حرف اخر ونه ګڼي. له هر چا سره بحث څه چې مخالفت هم ممکن دی. دا کار په مشرانو یا پوهانو کې غرور او بې‌کچې ځان‌باوري له منځه وړي. د ځینو نرګسیت دومره لوړ وي، چې اصلاً دې ته چمتو نه وي، چې څوک دې يې نظر وننګوي. اوس فېسبوک دا اسانتیا چمتو کړې ده.

۸ .  لنډې مطالعې ته هڅونه:

ډېر داسې فېسبوکي ځوانانون وو، چې له مطالعې سره يې اصلاً اړخ نه لګېده. فېسبوک کې شتون دوی اړوېستل چې لنډې او مختصرې کرښې ولولي. ځینې فېسبوکیان د فیلسوفانو او پوهانو لنډې او له معنا ډکې خبرې په ډېره ښه بڼه ډیزاینوي، چې د هر چا پام ورګرځي او لولي یې. دې چارې د مطالعې د کلتور په خورولو کې ډېره ګټه کړې ده. هغوی چې یو مهال يې هېڅ مطالعه نه کوله، نن ډېرې اوږدې او تفصلي لیکنې لولي او که یې اړتیا وه، خپله تبصره پرې کوي.

دا پورته څو ګټې وې، چې له فېسبوک سره مې له خپلې څلور کلنې پېيلتیا زده کړل. هر ټکی راته مهم او ګټور برېښي. کېدای شي، دا ګټور ټکې لا ډېر وي، هر څوک فېسبوک ته له خپل لیدلوري نظر کولای شي او ګټور ټکي ترې راویستلای شي.

ذاکر جلالي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x