افغانستان

طالبانو د سرپل سياط ولسوالۍ کې لس پوستې نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱۴غویی، ۱۳۹۶): د سرپل ولايت امنيتي سرچينې وايي، چې سیاط ولسوالۍ کې طالبانو لس امنيتي پوستې نيولي، خو د سرپل والي يوازې د پوليسو د يوه مرکز د سقوط خبره تاييدوي.

پژواک خبري اژانس د نوم نه څرګندولو په شرط د سرپل د يوې امنيتي سرچينې له خولې ليکلي، چې  د تېر وري مياشتې په اوولسمه امنيتي ځواکونو سياط ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړل، خو بالاخره دوی اړ شول، چې له څو ورځو عملياتو وروسته په شا لاړ شي او ګڼې امنيتي پوستې طالبانو ته خوشې کړي.

سرچينه زياتوي، چې طالبانو لس پوستې نيولي، د پوستو ټولې وسلې يې له ځانونو سره وړي او ټولې پوستې يې سوځولي دي.

د سرپل د ولايتي شورا غړی سيد اسد الله دانش د پوستو د شمېر له يادولو پرته رسنيو ته تاييد کړې، چې طالبانو ګڼې پوستې نيولي دي.

طالبانو ويلي، د سیاط دولت شهيد سيمه کې يې دولس پوستې نيولي، دوه عسکر يې وژلي او شپږ يې ټپيان کړي دي.

طالبانو دا هم ويلي، چې په دغه جګړه کې يې يو شمېر وسلې هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x