
غزل/ فضل باري مشفق
فضل باري مشفق
دې حالاتو د ځوانۍ کيسه پيکه کړه
دې مرګو د زنده ګۍ کيسه پيکه کړه
د همدوی له لاسه زموږ وطن تباه شو
دې جګړې امريکنۍ کيسه پيکه کړه
اوس ودونه او خوښي نشته بس زړه خورو
شهادت د ناوکۍ کيسه پيکه کړه
مردکۍ دي چې تيريږي تېرو بېرې
ډز او ډوز دی مردکۍ کيسه پيکه کړه
زمانې هيڅ د خوښۍ فرصت رانکړ
زمانې د خوشالۍ کيسه پيکه کړه
کونډه مور شوه په زلمي بچکي بوره
وحشتو د ادکۍ کيسه پيکه کړه
اوس کوچيان هم شيش محلو کې اوسيږي
اوس کوچۍ هم د کيږدۍ کيسه پيکه کړه
اوس دې غږ له خولې نه نه ووځي مشفقه
دا چا ستا د شاعرۍ کيسه پيکه کړه
۲۰۱۷/۰۵/۰۳