fbpx
الحاج عبدالجبار بابکرخېل

د جهادي شخصیت ملا محمد شفیق محمدي د وفات په اړه د الحاج عبدالجبار بابکرخېل د تعزيت پيغام

نن ټکی اسیا (جمعه،۱۵غویی، ۱۳۹۶): په ډېره خواشينۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د کميونيزم پر خلاف زموږ د جهاد د سنګر مشر ملګری مرحوم ملا محمد شفيق محمدي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ژوند دروند بار له اوږو ورغورځاو.

مرحوم محمدي صاحب د شوروي يرغل پر وړاندې جهاد کې د مرحوم مولوي محمد يونس خالص رحمه الله په مشرۍ اسلامي حزب کې روزګان ولايت لپاره د مجاهدينو مشر و، د جهاد په تودو سنګرونو کې يې بې سارې قربانۍ ورکړي او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر مهال يې هم د شر او فساد پر ضد نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.

د امارت پر مهال يې هم غزني، خوست او پکتيا ولايتونو کې د والي په توګه دنده ترسره کړې او د خپلمنځي جګړو پر مهال يې ځان او خپل ملګري له هر ډول شخړو خوندي ساتلي دي.

د الله تعالی له درباره سوال کوو، چې مرحوم ملا شفيق محمدي صاحب ته جنتونه ورکړي، په خپل ديدار يې ونازوي، خدمتونه او جهادونه يې قبول شه،  کورنۍ او ملګرو ته دې الله تعالی د زړه صبر ورکړي او الله تعالی دې د محمدي رحمه الله په څېر خواخوږي مشران زموږ په ملت کې ډېر کړي.

الحاج عبدالجبار بابکر خېل- د خالص بابا له نږدې ملګرو څخه او د بابکرخېلو د قوم مشر.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د