نړۍ

اوباما له پوځي افسرانو سره وليدل

د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما په سپينه ماڼۍ کې له شمېر جګپوړو پوځي افسرانو سره وليدل. په دغه ليدنه کې له افغانستانه د پوځيانو په ويستلو او افغانستان سره د امنيتي سند په لاسليکولو خبرې اترې وشوې. په دغه ليدنه کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو مشر جنرال جوزف ډنفورډ، د دفاع وزير چګ هيګل، لوی درستيز جنرال مارټ ديمسي ګډون وکړ. امريکايي چارواکو په دغه غونډه کې يو ځل بيا ټينګار وکړ چې کرزی دې زر تر زره دغه تړون لاسليک کړي. د يادونې وړ ده چې ډېری افغانان له امريکا سره د امنيتي تړون مخالف دي او نه غواړي چې امريکايان دې په افغانستان کې دايمي اډو او خپل سري ژوند وکړي. همدا رنګه ولسمشر کرزي هم څو څو ځله ويلي چې تر هغو به دا سند لاسليک نه کړي، تر څو چې امريکايان دا ژمنه ورسره ونه کړي چې افغانان به نه وژني او د دوی پر کورونو چاپې نه وهي. وړمه ورځ هم کرزي له برتانوي اخبار “ټيليګراف” سره په خپله مرکه ويلي چې، د امريکايانو شتون د افغانانو په خير نه دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x