افغانستان

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د جګړې وروسته د چمن لاره تړل شوې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵غویی، ۱۳۹۶): د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورنډ کرښې پر صفري برخه باندي د دواړو غاړو سرحدي ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې چې تر اوسه هم دوام لري.

د پاکستاني رسنیو په وینا له جګړې وروسته د کویټې او چمن تر منځ ټوله لاره د مسافرو پر مخ تړل شوې او په سیمه کې د انټرنیټ اسانتیاوي هم بندي شوي دي.

جګړه د ډیورنډ کرښې پر صفرې نقطې باندي د لقمان او جهانګیر په کلې کې هغه وخت را منځته شوه کله چې د پاکستان د سر شمېرنې ټیمونو د سرحدي ځواکونو په ملتیا یادو کلیو ته ننوتلي او سرشمېرنې هڅه یې کړې چې له امله یې دواړو لوریو یو پر بل ډزي کړې او جګړه اوږده شوې ده.

د پاکستان اړخ ته د روغتون چارواکو پاکستاني رسنیو ته ویلي چې تر اوسه ۷ تنه ولسي وګړي مړه او د ۶ سرحدي عسکرو په شمول ۲۹ تنه نور ټپیان دي، د ۵ ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوي او کویټې ته لیږل شوي دي.

ویل کیږي چې د جګړې له امله د چمن او کویټه ښار په روغتونونو کې بېړنۍ حالت اعلان شوی.

پر انټرنیټ باندي د خپرو شویو انځورونو او ویډیو څخه ښکاري چې د افغانستان سرحدي ځواکونه مقابل لوري ته د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي او د پاکستاني ځواکونو یو ټانګ باندي اور بل دی او بل ټانګ د هغوی په ولکه کې دی.

د کندهار ولایتي چارواکو د پيښې د تایید تر څنګ ویلي چې جګړه سهار وختي هغه مهال پيل شوه کله چې پاکستاني ځواکونو د لقمان او نظر کلي ته د ننوتلو هڅه وکړه چې د افغان سرحدي ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د افغانستان لوري تر اوسه خپل د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي او دواړو غاړي ادعا کوي چې له سیمې څخه یې ملکي وګړي خوندي ځایونو ته انتقال کړي دي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اپریل میاشتې له ۳۰مې نیټې راهیسي د افغانستان سرحدي ځواکونه په «لقمان» او «جهانګیر» کلي کې د سرشمېرنې د چارواکو مخه نیسي، خو نن چې کله هلته پاکستاني ځواکونه ننوتل د افغان ځواکونو له لوري ډزې باندي وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرشمېرنې په اړه د افغانستان سره د سیاسي او پوځي لارو اړیکه نیول شوې وه او په اعتماد کې اخیستل شوي وه.

باید وویل شي چې په دې وروستیو د پاکستان جګپوړو پوځي مشرانو او د استخباراتو مشر کابل ته سفر کړی وو او هلته یې د ولسمشر اشرف غني په شمول ډاکټر عبدالله ته د اسلام اباد د سفر دعوت ورکړی وو، چې اشرف غني رد کړ او ډاکټر عبدالله دعوت قبول کړ خو ټاکلې نېټه یې نه ده اعلان شوې.

د پاکستاني عسکرو ضد مرمۍ موټر
د پاکستاني عسکر پاته شوې خولۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x