secular banstpalana

د سولې خبرې او «سیکولر بنسټ‌ پال»

«سیکولر بنسټ‌پالنه» هغه اصطلاح ده، چې په لومړي ځل مې په اسلام‌اباد کې له نړیوالې بريتانوۍ پوهې «کارین آرمسټرانګ» څخه واورېدله. کارین آرمسټرانګ په نړیوالو ادیانو کې نړیواله پوهه ده.

آغلې آرمسټرانګ وویل، «موږ تل د مذهبي بنسټ‌پالنې یادونه کوو، خو کله مو هم د سیکولر بنسټ‌پالنې یادونه ونه کړه».

د دې نړیوالې پوهې دا اصطلاح مې ځکه ډېره خوښه شوه، چې زموږ هېواد له دې ستونزې کړېږي. «سیکولر بنسټ‌پالنه» شاید د لوېدیځ په پرتله زموږ په هېواد، بلکې په اسلامي نړۍ کې ډېر په زور کې وي. زموږ سیکولران د خپلې طبعې نظام د حاکمیت لپاره د هر ارزښت او ان هر انسان قربانولو ته چمتو دي.

په مصر کې د تېر کال سیکولرکودتا او دلته زموږ په سیمه کې، افغانستان او پاکستان کې د سیکولرانو سولې‌ ضد دریځونه هغه څه ده، چې د دوی پټې ارادې يې ښې څرګندې کړې.

په افغانستان کې د سولې خبرې او د سولې پر منطق هغه مهال عملي اعتراف وشو، چې جګړه نوره یوه بن‌بست ته ورسېده. یعنې بهرنیان له دې نهیلي شول، چې جګړه دې د دوی پر ذوق برابره پای ته ورسېږي. تکړه سیاستوال او حکومتداران د خپل هېواد د اړتیاوو او وړتیاوو په پام کې نیولو سره سیاستونه جوړوي او پلي کوي. دا به چا انګېرله چې د امریکا مرستیال ولسمشر (جوبایډن) به کله ووايي، چې «طالبان زموږ دښمنان نه دي!» دا خبره جوبایډ د ۲۰۱۱م په ډسمبر کې ټایم مجلې سره وکړه.

ايران چې درې لسیزې يې د «مرګ بر امریکا» له شعار سره ژوند وکړ. د «مرګ بر امریکا» له شعاره شاتګ چا تصور کولای نه شوای؛ خو نن ایراني ولسمشر، حسن روحاني وايي، چې «امریکا او ایران له یو بل سره دوست کېدای شي.»

کله چې امریکايان –چې د جګړې ټول بار یې پر اوږدو دی- طالبان نور خپل دښمنان نه ګڼي او دې ته چمتو کېږي، چې قطر کې ورته دفتر پرانیستل شي او ان نېغ په نېغه مذاکرات پیل شي، ولې د طالبانو مخالف افغان لوري ونه شي کولای چې خبرو ته سره کېني، خپلې ستونزې او ناجوتې مسئلې سره د یوه او بل مخې ته کېږدي او له روان کړکېچه یوه وتنلاره ومومي.

ځوروونکې دا ده، چې کله له طالبانو سره د خبرو اترو مسئله مطرح شي، تر هر چا مخکې سیکولر بنسټ‌پال او پخواني جګړه مار یې مخالفت کوي. دښمني د طالب او امریکا ده، د جګړې دوه مهم اړخونه هم دوی دي، کله چې د جګړې په ډګر کې اول ډز دا دواړه کوي، همداسې باید د سولې د مذاکراتو پر مېز هم خبره یوازې او یوازې د همدوی وي. نور د مخالفت حق نه لري، ځکه د دوی مخالفت یا موافقت کوم پاموړ اغېز نه لري. د جګړې اړخونه د سولې د مذاکراتو اړخونه کېدای شي.

په پاکستان کې هم واکمن حکومت او ورسره مطرح اپوزیسیون د عمران خان په مشرۍ له طالبانو سره د خبرو په لور یو ګام اوچت کړی. د ۲۰۱۳م کال په ټاکنو کې د نوازشریف د مسلم لیګ او د عمران خان د تحریک انصاف د بریا عمده لامل همدا و، چې دې دوو لوریو تل د پروېز مشرف د حکومت له امریکاپلوو سیاستونو سره مخالفت کړی و او د پاکستاني طالبانو پر ضد یې له نظامي عملیاتو سره مخالفت کاوه.
عمران خان تل دا خبره کوله، چې دا جګړه پردۍ ده، د نورو جګړه مه خپلوئ. د دې خبرې اشاره د مشرف حکومت ته وه، چې هغه به تل ویل، چې دا جګړه زموږ ده. د عمران خان او نوازشریف همدغه سیاست و، چې د ولس رايې خپلې کړې او تحریک انصاف غوندې ګوند چې یو مهال یې د پاکستاني پارلمان یوه څوکۍ درلوده، نن ۲۸ څوکۍ لري. د زرداري د خلکو ګوند او د اسفندیار د نېشنل عوامي ګوند د بنسټیزې ماتې عمده لامل د دې ګوندونو همدا ولس ‌ضد دریځ او سولې ‌ضد سیاستونه وو. نېشنل عوامي ګوند چې د خېبرپښتونخوا حکومت یې په واک کې و، اوس په پارلمان کې ایله یوې څوکۍ ته پاتې شو.

سره له دې شرموونکې ماتې، دغه ګوندونه دومره د پردو ګټو ته ژمن دي، چې لا هم سبق نه اخلي، اوس هم د نورو د ګټو لپاره د خپل ولس پر ضد جګړه غواړي او د سولې هرې هڅې سره مخالفت کوي. له پاکستاني حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ د سولې تتې شمعې هغه مهال مړې شوې، چې د امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د پاکستاني طالبانو مشر، ملا حکیم الله محسود په نښه شو. عمران خان د دې پېښې په تړاو ډېر توند غبرګون وښود. ده ګواښ وکړ چې د امریکايي کانټېنرو مخه به ونیسي، چې د خېبرپښتونخوا له لارې تېرېږي. عمران خان په یوه مرکه کې په ډېره تونده لهجه وویل، چې حیران یم، دا څنګه دوستي ده، چې موږ له طالبانو سره خبرې کوو او دوی یې بیا په داسې حساس وخت کې رهبر په نښه کوي.

تېره اوونۍ په پاکستان کې له طالبانو سره د خبرو اترو په تړاو بحثونه تاوده وو. روڼ اندو او لیکوالو له حکومته پوښتل، چې خپله ستراتيژي دې رڼه کړي، چې جګړه ده که سوله. حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره څلور کسیزه کمېټه غوره کړه. د دې کمېټې غړي، په کابل کې پخوانی پاکستانی سفیر، رستم شاه مومند، نوموتی ژورنالیست، رحیم الله یوسفزی، کالم‌لیکوال او د لومړي وزیر ځانګړی مرستيال عرفان صدیقي او متقاعد مېجر محمد عامر دي. طالبانو د حکومت د دې ګام پر وړاندې ژر خپل دریځ اعلان کړ او له عمران خان، د جماعت اسلامي پروفیسر ابراهیم، د جمعیت علمای اسلام مولانا کفایت الله او د لال جومات خطیب مولانا عبدالعزیز څخه وغوښتل چې له حکومتي ټیم سره د دوی په استازولۍ خبرې وکړې. تر دې دمه د دې کمېټې شتون لا جوت نه دی.

په پاکستان کې دا خبرې، یا دا د خبرو اترو په لور هڅې کومې څرګندې او ګټورې پایلې ته لا نه دي رسېدلي، چې بیا وخته سیکولر بنسټ‌پالو شور جوړ کړی. د دوی لیکنې، ویناوې او دریځونه ګرد د حکومت د وروستي دریځ او په تېره د طالبانو له خوا له عمران خانه د غوښتنې پر ضد دي. ځینو خو ان عمران خان، طالبان خان ګڼلی. د پاکستان په دې وروستیو کلونو کې له طالبانو سره د مذاکراتو سیاست چې حکومت خپل کړی دی، د ډېری سیاسي ګوندونو ملاتړ له ځان سره لري. دا افراطي سیکولران چې ډیموکراسي خپل آیډیال نظام ګڼي، له همدې ډیموکراتیک چاینل سره هم مخالف دي.

په افغانستان کې هم له عین ستونزې سره مخ یو. په دې وروستیو کې چې ښاغلي کرزي له امریکا سره د ستراتیژیک تړون چې د افغانستان په ګټه نه دی، له لاسلیکه لاس اخیستی، په رسنیو کې مطرح سیکولران تل د ولسمشر ورستی دریځ غندي، بلکې دا یو ولس‌ضد او د ملي ګټو پر ضد دریځ بولي. دوی دومره هم نه پوهېږي، چې د امریکا له خوا وروستي فشارونه ښيي چې په دې تړون کې د افغانستان اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوي، بلکې په سیمه کې د امریکا د راتلونکو څرګندو او ناڅرګندو لوبو ته زمینه برابروي. د سولې په تړاو که ولسمشر، د طالبانو په لور نرم دریځ نیسي، د دوی غوسې او شور بیا راوپارېږي.

په یوه بحث کې یوه سیکولر د ولسمشر د سولې له بهیر سره مخالفت کاوه. ژورنالیست ترې وپوښتل، چې که تاسو واک ته ورسېږئ، نو څه به کوئ. دې روڼ(!) اندي ورته وویل، چې یو میاشت ورسره جنګېږو، په یوې میاشت کې به سوله واکمنه وي او مخالفین به له منځه تللي وي. دا اوس د یوه داسې چا منطق دی، چې تل په رسنیو کې راڅرګندېږي او نن همدا کس له یوه پخواني جګړه مار نوماند سره ولاړ دی!

لیکوال: ذاکر جلالي، کالم: تم شه!، نن ټکی آسیا

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

نن د نړی ټولی شخڔی او اخو ډبی صرف د منافعو لپاره دی نو په همدی ترتیب د دوست او دشمن تفکیک پکی گران کار دی. نن سبا هیڅ یوه جگڔه هم د اصولو او ایا د عقیدی جگڔه نه ده بلکی د گټو جگڔه ده او افغانان متاسفانه چی ملی گټی نه لری نو ځکه سیاست ورته تور او سپین ښکاری چی گویا کی زه مسلمان یم او دی کافر دی. سعودیان او پاکیان پرونه پوری د طالبانو کلک حامیان وه ولی نن ورته د ترهگرو خطاب کڔی دا ځگه چی طالبان د سعودیانو او د پاکیانو د گټو… نور لوستل »