افغانستان

کندوز کې سختي نښتي رواني دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ غویی، ۱۳۹۶): د کندوز ولایت په ځینو سیمو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ سختي نښتي رواني دي چې له امله یې د کندز- تخار لویه لار هم تړل سوي.

نن سهار پنځه بجې زیات شمېر طالبانو د کندوز- تخار د لویي لاري پر پوستو بریدونه پيل کړل، د خان اباد ولسوال حیات الله امیري وایي چې د طالبانو سره سخته جګړه روانه ده چې له امله یې د کندوز- تخار لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل سوي ده.

بل خوا د قلعه زال ولسوال محبوب الله سعیدي رسنیو ته وویل چې نن سهار وختي طالبانو ددغه ولسوالۍ پر ځینو امنیتي پوستو جګړه پیل کړي، نوموړۍ زیاتوي طالبانو پر اقتیپه چې د قلعه زال ولسوالۍ مرکز دی څو ځله تهاجمي بریدونه ترسره کړي دي.

د کندوز اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي چې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت یوځل بیا د تېر په څېر خراب سوی او هلته سختي جګړې پیل سوي دي، ځایي اوسیدونکي وایي که چېري حکومت د طالبانو بریدونو ته ځواب ونه وایي نو کندوز به د دریم ځل لپاره سقوط وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه د کندوز د جګړو پخلی کړی، مجاهد لیکلي چې د کندوز په قلعه زال کې یې د «اسلامي امارت» ځواکونو پرمختګ کړی او لاهم جګړه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x