افغانستان

حکمتيار ګډ حکومت د جان کيري ويش وباله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵ غویی، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار تېره ورځ پلازمېنې کابل ته له رارسېدو وروسته نن په غازي لوبغالي کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د وينا پر مهال د ګډ حکومت پر جوړښت نيوکې وکړې او دا وېش يې ناانډوله وباله.

حکمتيار وويل، چې هر څوک په اوسني حکومت د بدلون منلو ته تيار نه دي او وايي، چې حکومت کې نورو ته ځای نه شته، دا خلک د سولې پر ځای په جګړې باور لري.

له څه باندې دوو لسيزو پټ ژوند وروسته تېره اوونۍ، چې ښاغلی حکمتيار لغمان کې راښکاره شو، په لغمان او جلال اباد کې يې خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال د ګډ حکومت په جوړښت نيوکې وکړې او د ګوندونو پر ځای يې د «قوي مرکزي نظام» په جوړولو ټينګار وکړ.

تېره ورځ يې ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم ورته څرګندونې وکړې، خو د ګډ حکومت اجراييه رييس عبدالله ارګ کې د خپلو خبرو پر مهال حکمتيار ته د هرکلي تر څنګ وويل، چې د ملي وحدت حکومت په ځانګړو ستونزمنو شرايطو د يوه تړون له مخې رامنځته شوی او زياته يې کړه، که اړتيا وه، حکمتيار به په دې اړه خپلې مشورې ورکړي.

ښاغلي حکمتيار نن يو ځل بيا پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې له بهير سره دې يو ځای شي او زياته يې کړه، چې حکومت بايد د ټولو اړخونو په مشوره جوړ شي، د ملي يووالي حکومت له مشرانو يې وغوښتل، چې د حکومت په اوسني وېش دې ټينګار نه کوي؛ ځکه چې« د واک اوسنی وېش کوم سپېڅلی وېش نه دی، چې دوی دې پرې ټينګار وکړي.»

حکمتيار دا هم وويل، چې اوسنی حکومت د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير جان کيري وېش دی، نه د الله تعالی قانون دی او نه هم له اساسي قانون سره سم دی.

په لغمان او جلال اباد کې د حکمتيار د وينا کې ډېره برخه پر طالبانو نيوکې وې، خو تېره ورځ يې ارګ او نن غازي لوبغالي کې طالبان وروڼه وبلل او د سولې بهير سره د يو ځای کېدو بلنه يې ور کړه.

تېره ورځ کې د حکمتيار د څرګندونو په ځواب کې عبدالله ويلي و، چې طالبان د حکمتيار وروڼه دي، خو حکمتيار نن يو ځل بيا وويل، چې څوک طالبان وروڼه نه بولي، د سولې پر ځای د جګړې پيغام لېږدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khushal

حکمتیار دغو ته ورته خبری هغه احمق زوم ته ورته دی وایی یو کم عقل زوم د خواښی خسر کور ته تللو ، بلار او مور یی ورته ( له دی ویری توصیه وکړه چه د خپلی بی عقلی له امله هلته ګډی وډی ونه وایی ) د معقولو خبرو توصیه وکړه مګر د معقولو په ځای یی ورته د غټو عټو خبرو یادونه وکړه . مګر کم عقل زوی یی د خواښی کور کی چه به چا تر پوشتنه وکړه چه پلار او مور دی ښه وو هغه به ویل لمر او شپومی او داسی نوری ګډی وډی ویلی… نور لوستل »

Haroon khan

Khushal khan wrora der yaw ahmaqana tahlil Di kare Di
WA minalahi tawfiq

نا پيژاند

دوہ لسیزےحکمت یارسوچ کووچی سرنگےارگ تہ زان اورسوم اواقتدارحاصل کڑم۔

اجمل

هارون جان وروره ! خوشال جان د تاریخ په بینا او عینی شواهدو یی حقایق لیکلی ، د هوشیارانو د پاره یی تر ټولو هوښیارانه حقایق لیکلی په دی اړه لری چه څوک کوم رنګ عینکی په سترګو لری. زما ارزونی به هم د حزبیانو پاره هم احمقانه ځکه وی چه د ډالرو د راټولولو مخه یی ډب کیږی. که تاسی د خوشال جان دلایل په دلایلو ځواب کړی او غلطی مو ورله په ګوته کړی وی څومره به ښه وو . تاسی ورته د اسلامی او انسانی اخلاقو خلاف نامناسب ټکی یاد کړی. که یو مجرم د جرم په… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x