دفلکي علومو لارښود (42) له دقېقو نه داعشاریو او له اعشاریو نه ددقېقو اړولو طریقه

مفتي احسان اللّه

داسانۍ لپاره مو یاده کلیه په تفصیل سره ولیکله، او په کالکولیټر کې په یوه وار سره په لادي طریقه لیکلای شو:

((H=Cos-1 ((cos A – sin B sin D) ÷ (cos B cos D

له اعشاریو نه دقیقو جوړولو قانون:

موږ چې کله ساعتي زاویه په وخت سره اړه و، زیاتره جواب يې په اعشاریو سره راځي.

مثلا:

کله چې ساعتي زاویه 103 درجې راشي، دا به په دقیقو سره داړه ولو لپاره پر 15 تقسیم کړو، جواب به یې 6:86 راشي، یعني شپږ ساعته پوره او داووم ساعت له 100 نه 86 حصې، دغه 86 اعشاریې به لاندي طریقه سره په دقيقو واړه و.

خو تر ټولو اسانه لار يې سائنټیفک کالکولیټر دی، په دغه کالکولیټر کې یو بټ ده، چې ورباندي درې چپه کامې لیلکي وي، ددغې بټن په کېکاژلو سره اعشاريې په دقیقو سره بدلیږي.

مثلا:

کله مو چې پر دغه یادو 6:86 اعشاریو باندي دغه بټن ووهله نو جواب يې 36°51°6 راغلی، وذاک هو المطلوب.

همدا رنګه په ځینو کالکولیټرو کې بیا د DMS په نامه بټن وي، حاصل دا چې دهرې کمپنی هغه ځان ته داستعمال طریقه لري، ښه به دا وي، چې ورسره کتابچه یا سند ښه مطالعه کړو.

فایده:

دغه دچپه کامو والا بټن چې پر اعشاریو باندي ووهو، په ساعت، دقیقه او ثانیه باندي اړه وي، او بالعکس که يې پر ساعت، دقیقه او ثانیو باندي ووهو، هغه بیا په اعشاریو سره بدلوي.

تمرین:

له لاندي اعشاریو نه دقیقې او ثانيې جوړي کړئ:

1- 5.55

2- 12.12

3- 102.556

4- 10.1205

او لاندي دقیقې بیا په اعشاریو سره واړه وئ:

1- 12:55

2- 03 : 15

3- 11:11:03

4- 10:10:10



یوه تبصره

  1. مفتي صاحب

    ډېر په زړه پورې لړی مو روانه کړې ده

    د واحدونو په ادلون بدلون کې تر ټولو ساده د “ضرب یک” طریقه ده

    دا چې د یو عدد ضربول په یوه کې هیڅ فرق نه پرې باسي نو په لاندې ډول د زاویو اعشاریه په دقیقو او ثانیو او یا برعکس اړولای شو:

    مثلا ستاسو د تمرین 5.55 درجې (ساعتونه)په ضرب در یک طریقې سره داسې اړوو چې:

    ۱ ساعت/ ۶۰ دقیقی = ۱

    نو پس ۰،۵۵ ساعته ضرب د ۱ ساعت/۶۰ دقیقی

    ساعت به له ساعت سره اختصار کړو

    مونږ ته به ۰،۵۵x۶۰ دقیقی پاتی شي

    د پورته اعشاریه برخه به بیا ځل په ۱ دقیقه/ ۶۰ ثانیه کی ضرب کړو

    نور بیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.