
د زابل ولايت د پوهنې رياست سلاکار و وژل شو
د پاکستان بلوچستان ايالت کې د زابل ولايت د پوهنې رياست سلاکار اسدالله خاکيار د نامعلومو وسلوالو له خوا و وژل شو. دغه پيښه پرون ماښام د بلوچستان په کچلاغ سيمه کې رامنځته شوې ده. د زابل مرستيال والي محمد جان رسوليار و ويل چې دغه کار د وسلوالو طالبانو لخوا شوی دی. د پيښې مسؤوليت تر دې دمه هيڅ کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.