ټولنیزه برخه

په کور کې درس لوستنې ته د ماشوم هڅونه

ژباړه : عطا محمد میاخېل

   روزنه یوازې په ښوونځي کې د درسي کتابونو په مرسته او د ښوونکي په تدریس سره نه ترسره کېږي، والدین هم باید د خپل ماشوم درسي وضعیت ته پام وکړي او ستونزې یې حل کړي .

په کور کې درس لوستنې ته د ماشومانو د هڅولو له پاره، تر ټولو غوره لاره داده، چې مور خپله باید د خپل ماشوم له پاره بېلګه واوسي، کله چې مور یا پلار کتاب لولي، ماشوم هم د دې کار ترسره کېدو ته هڅول کېږي . معمولاً کله چې مور یا پلار د یوه نوي مطلب یا مهارت په زده کړه بوخت وي، نو په اړه یې څېړنې کوي او د زده کولو له پاره یې وخت په پام کې نیسي .

والدین د خپل ماشوم د هڅولو له پاره، کولای شي د هغه مینه او لېوالتیا په پام کې ونیسي او د ماشوم له پاره، د هغه د خوښې وړ کتابونه او مرستندوی روزنیز وسایل چمتو کړي . بسنه کوي، چې والدین لږ خلاقیت څرګند کړي، ترڅو وکولای شي، د خپل ماشوم له پاره په کم لګښت سره دا وسایل چمتو کړي .

د بېلګې په توګه : که چېرې ماشوم مو د بېلابېلو ډبرو له را ټولولو سره مینه لري، کولای شئ له هغه سره طبیعت ته لاړشئ او بېلابېلې نمونې را ټولې کړئ، دغه راز تاسو کولای شئ، هغه د طبیعي آثارو موزیم ته بوځئ، ترڅو په دې برخه کې لا ډېر معلومات تر لاسه کړي .

هغه کولای شي په دې برخه کې له خپلو نورو ټولګیوالو سره خبرې وکړي او د هغوی له معلوماتو څخه ګټه واخلي . هغه کولای شي، د ډبرو د ډولونو په اړه بېلابېل انځورونه را ټول کړي او په دې برخه کې روزنیز پرواګرامونه وویني او په خپله ټولګه باندې بېلابېل څیزونه ور زیات کړي . تاسو باید هغه فعالیتونه یا کړنې وڅارئ، چې ستاسو ماشوم ورسره مینه لري .

که چېرې هغه غواړي، په خپل درس سربېره، په نورو درسونو کې هم بریالی وي، کولای شئ د پورتني پروګرام له ټولګیو او روزنیزو پروګرامونو څخه مرسته واخلئ .          د بېلګې په توګه : د ریاضي درس ته د ماشوم د لېواله کولو له پاره، هغه ته ریاضیکي جدولونه، شطرنج او نوې کمپیوټري لوبې ورکړئ .

تاسو کولای شئ، په بازار کې بېلابېلې لوبې پیدا کړئ او د خپل ماشوم له پاره یې چمتو کړئ، دا لوبې د ماشومانو له پاره د کتاب او د روزنیزو پروګرامونو په پرتله ډېرې هیجاني او اغېزمنې دي . غوره ده، چې تل د خپل ماشوم له ښوونکي سره په اړیکه کې واوسئ او د خپل ماشوم د کار او لېوالتیاوو په اړه له هغه څخه پوښتنې وکړئ، د خپل ماشوم د خوښې وړ موضوعاتو په اړه، د هغه له ښوونکي سره وغږېږئ، په دې صورت کې ماشوم داسې احساس کوي، چې هغه ته پام کوئ او د خپلو لېوالتیاوو په اړه لا ډېر له تاسو سره غږېږي .

کله وخت کولای شئ، په کور کې له خپل ماشوم سره کار وکړئ، ترڅو په درس کې یې ورسره مرسته وشي، که چېرې ماشوم د ستړیا احساس کوي او له خپلو درسي موضوعاتو سره لېوالتیا نه لري، نو ورته ووایئ، چې کولای شي، له هغو څخه خوند واخلي . کله چې ماشوم له لیکلو سره مینه نه لري، نو د لیکوالانو د ژوند په اړه په زړه پورې کیسې ورته وکړئ او یا خپله داسې یو مطلب ولیکئ، چې د هغه د خوښې وړ وي، ترڅو هغه هم لیکلو ته وهڅېږي .

که چېرې ماشوم مو د خپل ښوونځي له درسونو څخه په یوه کې یې ستونزه لري، په کورکې هغه درس ورسره ډېر زیات تمرین کړئ . کله وخت د ماشوم پوښتنو ته ځواب ورکول ډېر آسانه وي او ستاسو وخت نه نیسي، خو کله وخت اړینه ده، چې د هغه پوښتنو ته له ځواب ورکولو مخکې، خپله لږ څېړنه وکړئ . په هر صورت د خپل ماشوم د کورنۍ دندې په ترسره کولو ښکېل کېدل، د دې سبب ګرځي، چې له درس او ښوونځي سره د هغه مینه زیاته شي .

تاسو نباید تل خپل ماشوم ته درس ورکړئ او له هغه سره په درسونو کې یې مرسته وکړئ، هغه کولای شي، ستاسو یا د خپلې خور او ورور ښوونکی شي او کولای شئ له هغه څخه ډېر څیزونه زده کړئ . د بېلګې په توګه : ستاسو ماشوم کولای شي، په لیکلو او لوستلو کې له خپلې کوچنۍ خور سره مرسته وکړي .

که غواړئ، چې ماشوم مو درس لوستنې ته وهڅوئ، نو لاندې ټکو ته پام وکړئ : له خپل ماشوم څخه وغواړئ، ترڅو د خاطراتو د یاددښتونو کتابچه ولري او هر کله یې چې وخت پیدا کړ، یو څه پکې ولیکي . کله نا کله کتابتونونو ته لاړ شئ او د خپل ماشوم له پاره مناسب کتابونه چمتو کړئ  .

ماشوم مو مطالعې ته وهڅوئ، هغه کولای شي د انټرنېټ او بېلابېلو مجلو له مطالبو څخه هم ګټه واخلي، بېلابېل کتابونه چمتو کړئ او د خپل کور په کتابتون کې یې ځای پر ځای کړئ، ترڅو ماشوم له هغو څخه ګټه واخلي .

تاسو کولای شئ، خپل ماشوم ته نوي لغتونه ور زده کړئ، ترڅو د هغه د لغتونو لمن پراخه شي . له خپل ماشوم سره پارکونو، موزیمونو او بېلابېلو لیدونکو ځایونو ته لاړ شئ او د هغه د ځیرکتیا حس تحریک کړئ . له هغه سره بېلابېل روزنیز پروګرامونه وګورئ او هغه زده کړې ته وهڅوئ .

هڅه وکړئ، چې د بېلابېلو مطالبو زده کول، ستاسو د ماشوم له پاره په زړه پورې وي . تاسو خپله د یوه مطلب په زده کولو بوخت شئ، ترڅو ماشوم مو هم له زده کولو سره لېوالتیا پیدا کړي . ماشوم مو له نورو ماشومانو حتی له خپلې خور یا ورور سره مه پرتله کوئ. د هغه له کم پرمختګ څخه مه خواشیني کېږئ او د هغه په اړه ناسم قضاوت مه کوئ.

که چېرې ومو لیدل، چې ماشوم مو له درس یا یوه ځانګړي روزنیز پرواګرام سره مینه لري، نو د هغه درس یا مطلب د ورزده کولو له پاره، له یوې بلې تګلارې څخه ګټه واخلئ. د ماشومانو د روزنې له پاره بېلابېلې لارې چارې شتون لري . هڅه وکړئ، چې د ماشوم روزنیز پرواګرام مو د هغه له پاره په زړه پورې وي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x