fbpx
siasi ibadat

سیاسي عبادت – نعمان منلی

یو وخت له یوه سیاستوال سره میلمه وم هغه ډیر دینداره او عبادتګذار سړی و، خپلې ډیرې اندیښنې او افکار یې دیني تعبیرول او ملګروته به یې له غوږ ور تیروله چې ګواکي داسلام ډیر خواخوږی او دمسلمانانو کړاوونه او ستونزې یې کړوي او زوروي، دده خبره شاید کمه سلنه رښتیا وه، هغه ماپیژاندی د هغه دخبرو ډیره سلنه غوښین دروغ او دروهه وه، هغه یوه ورځ موږ ته دماسپښین په لمانځه کې مخکي شو په شمار پوره دری رکاته یې وکړل او څلرم ته د پورته کیدلو له پاره یې زموږ له لوري فتحه هم بابیزه وبلله .

وروسته ما ورته کړه چې داسلام او مسلمانانو په اړه اندیښنو ستاسو محترم فکر یومخ بوخت ساتلی ده… ! ده زما له لوري غوږوهنه دځان ستاینه وبلله او نرۍ موسکا یې په شونډه خپره شوه . د اخوان فکره وروڼو له مخ دي حیا وي دځیني اخواني مشرانو په اړه مي اوریدلي (دروغ به ګردن راوي) چې هغوی به د اسلام او مسلمانانو د اندیښنو دتراکم پرمهال کله کله یونیم لمونځ هم په بډه وواهه او ویل به یې چې داعبادت یې له لمانځه زیات ثواب لري…

دا د ځیني دیني فکر لرونکو سیاستوالو دعبادت یودوه بیلګې وې چې ما لیدلې او اوریدلې دي، پاته شو بي دینه یا سیکولر سیاستوال او دهغوی د عبادت کیسې ، په دې اړه په لاس کې شته معلومات کم دي، ځکه سیکولریستان د اولس او هیواد غمونه او دردونه عبادت ته نه پریږدي، کله چې دوی په واک کې وي بیا خو عبادت ته بیخي نه خلاصیږي یواځي ځیني ځانګړي حالات شته چې په هغو وختونو کې دوی عبادت کوي، لکه د اولس له ځانګړیو پلاویو سره د لیدني په مهال چې دکوم لمانځه وخت راشي، د ځیني غونډو پرسټیج دناستي په وخت کله د تسپو اړولو عبادت هم کوي او دانتخاباتي کمپاینونو پرمهال خو سیکولرستان او غیرسیکولریستان ټول عبادت ته متوجه شي، او دعبادت دا نوعه سیاسي عبادت بللی شو.

دهیواد پخوانی ټولواک ظاهرشا خلکو په دې خبره نه پرېښودی چې په څه دپاسه څلویښت کلنه دوره کې یې د خدای دکور (بیت الله) لورته نیت نه و کړی، نه یې عمره کړې وه او نه هم حج، هغه ته خو واک له پلاره په میرات پاته و دخلکو په کیسه کې نه و، د ډیموکراسي په روان پیرکې زموږ سیاستوال هڅې او کوښښونه کوي څو ځانونه د اولس په نظر کې له ټولو اړخونوښه او دهغوی په مزاج برابر ثابت کړي، دا هڅه څو ورځې مخکي د راتلونکو ټاکنو نوماند، دنړۍ دویم متفکر ډاکټر اشرف غني احمدزي هم وکړه، او دبیت الله شریفې عمرې ته ولاړی، عمره یې وکړه او وروسته یې پلویانو د همدې مخلصانه عبادت! عکسونه په افغاني رسنیو کې په لوړه کچه وشیندل. او مرستیال خو یې دومره بختور ده چې په عمره یې خلک حاجي دوستم بولي.

یوه ملګري مي یو وخت راته کړه چې د اردن پاچا ملک عبدالله مي په عمره کي ولیدی، له هغه سره بلاشمیر فوځیان او خپل چپړاسیان وو، احرام یې تړلی و خو چې مطاف ته راغی دری که څلور ځله په بیت الله راتاو شوپه صفا مروه کې له سعي پرته ووت او همدا یې عمره او دایې عبادت و. عبادت دالله بندګي او نمانځنې ته وایې، او داد هردین دپلویانو مشترکه متاع ده ټول دین پرست وګړي دخپل معبود دخوشاله کولو په نیت د خپل شریعت له احکامو او لارښوونو سره سم عبادتونه کوي، په اسلام کې د هر عبادت له پاره معلومه طریقه ده له هغې سره سم هر عبادت باید یواځي دالله درضا کولو په نیت ترسره شي، خو دسیاستوالو په قاموسونو کې دعبادت مفهوم بل ډول ده ځکه دهغوی عبادت هم سیاسي ده او دسیاسي عبادت موخه داده چې خلک یې د عبادت عکسونه وویني او هغوی خبرشي.

پاته شوه دا خبره چې که دماسپښین لمونځ دری رکاته وکړل شي یا په بیت الله دری څلور ځله راتاو شي او دصفا مروه سعي هم پریږدي ایا لمونځ او عمره وشوه؟ دسیاست د ماهر مفتي ځواب داده چې بلکل وشو، ایله سیاسي اخلاص ته اړتیا ده او هغه د رسنیو له لاري د سیاستوال دسیاسي عبادت په پراخه پیمانه تشهیر او خيرول دي.

نعمان منلی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د