افغانستان

د چمن پېښې په اړه د افغان او پاکستاني چارواکو خبرې بې پايلې پای ته ورسېدې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ غویی، ۱۳۹۶): د کندهار ولايت سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي عسکرو ترمنځ له جګړې وروسته د ډيورنډ فرضي دواړو خواوو ته حالات ترينګلي دي او له څو ساعتونو جګړې وروسته اوربند شوی دی.

د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک وايي، چې پاکستاني ځواکونو لقمان او جهانګير کليو کې د خلکو سرشمېرنه کوله او د افغانستان سرحدي ځواکونو يې مخه ونيوله.

دی وايي د دواړو لوريو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته ډزې شوي او دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې  ده.

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق رسنيو ته، چې دغه کلي د افغانستان په خاوره کې دي او پاکستانيان حق نه لري، دغلته بې سرشمېرنه وکړي.

نوموړی وايي له دې مخکې يې هم پاکستانيانو ته خبرداری ورکړی و، چې دغو سيمو کې د سروې حق نه لري او راتلونکي وخت کې هم پر خپله خبره ولاړ دي.

تېره ورځ د دواړو لوريو په نښته کې څلور سرحدي عسکر وژل شوي څوارلس ټپيان دي او لسو ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د رپوټونو له مخې د پاکستان لوري ته د افغان عسکرو په ډزو کې د څلورو ملېشو سربېره يوولس کسان وژل شوي او پنځوس کسان ټپيان دي.

د کندهار ولايت وياند وايي، چې له نښتې وروسته دواړو لوريو د پېښې په اړه خبرې وکړې، خو بې پايلې پای ته ورسېدې.

د خبرو د ناکامېدو لامل دا ښودل شوی، چې پاکستان لقمان، نظري او جهانګير کلي خپله خاوره بولي، خو جنرال رازق ويلي، چې دا خاوره د افغانستان ده او په دې اړه د هر ډول تېري ځواب سمدستي ورکړي.

له تېرې ورځې راهيسې چمن دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره بنده ده، دواړو لوريو په دې اړه خبرې کړي، خو ناکامې شوي دي.

د چمن له پېښې سره سم په تورخم پوله هم تاوتريخوالی رامنځته شوی دی.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، چې د پاکستاني عسکرو په راکټي بريد کې يو تن وژل شوی او يو بل ټپي دی، خو له څو ساعتو وروسته تورخم دروازه بېرته خلاصه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x