افغانستان

قلعه زال ولسوالۍ طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ غویی، ۱۳۹۶): له سختو جګړو وروسته نن له غرمې مخکې د کندوز ولايت قلعه زال ولسوالۍ طالبانو ونيوله.

د کندوز ولايت ځينو سرچينو هم تاييد کړې، چې د ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او ځينو نورو سيمو سقوط کړی، خو د قلعه زال ولسوال محبوب الله سعيدي وايي، چې طالبانو اقتيپه سيمه نيولې او اوس جګړه د ولسوالۍ پر مرکز روانه ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د منصوري عملياتو په لړ کې يې نن سهار لس بجې د ولسوالۍ مرکز، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستې نيولي دي.

طالبان وايي په دغه جګړه کې يې ګڼو عسکرو، پوليسو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې او پرېمانه پوځي تجهيزات يې هم نيولي دي.

طالبانو په داسې حال کې قلعه زال ولسوالۍ ونيوله، چې تېره جمعه يې د منصوري عملياتو په پيل کې د بدخشان زيباک، اشکاشم او د بادغيس غورماچ ولسوالۍ ونيولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x