افغانستان

د دکتور جلالي په مشرۍ د فکر او عمل جرګې له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ

نن ټکی آسیا: د فکر او عمل جرګه، چې مشرۍ یې د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د نظامي چارو متخصص دکتور علي احمد جلالي کوې، نن په کابل ښار کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړ.

ښاغلی جلالي ، چې نن له غرمې مخکې یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړ کاندید اشرف غني احمدزي د ګڼ شمېر پلویانو په ګډون یې یوې غونډې ته څرګندونې کولې، وویل چې د ده او د ده د فکر او عمل جرګې د غړیو په اند د افغانستان په دې کړکېچن او نارامه وضعیت کې د هیواد د غوره مشرتابه او ښې رهبرۍ ټولې وړتیاوې په اشرف غني احمدزي کې ویني او په اصطلاح د دوی لپاره په هر تول ختلی او پوره دی.
نوموړي د خپلې وینا په یوې برخه کې وویل، چې : « له ډاکتر غنی سره زما فکری او سیاسی ملګریتوب د ډیرو کلونو يو غنی سفر دی. په تیره بیا د یوه کاله راهیسی ما او څو نورو پیاوړو ملګرو له ډاکتر صاحب سره د داسی یوه ملی پروګرام په جوړولو کی برخه اخیستی چی له یوی خوا د تیرو دوولسو کلونو لاس ته راوړنی خوندی او لا غنی کړی او له بلی خوا د هیواد دنوو شرایطو سره سم او د تیرو کلونو د تجربو په رڼا کی په امنیتی، سیاسی، حکومتداری او اقتصادی چارو کی پراخ، متوازن او او د عملی کیدو وړ اصلاحات را منځ ته شی. ځکه نو دا د «تداول او تحول» طرحه ده.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x