افغانستان

لښکرګاه کې اووه پوليس په مرموزه توګه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ غویی، ۱۳۹۶): د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه کې د يوې پوستې اووه پوليس په مرموزه توګه وژل شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې د پوستې دوو پوليسو خپل ملګري وژلي او په تېښته بريالي شوي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې بريدګر د دوی نفوذي ملګري وو، په بريد کې يې اووه پوليس وژلي او دواړه بريدګر د پوستې له وسلو سره د طالبانو مرکزونو ته رسېدلي دي.

خو د هلمند ولايت امنيه قومندان پاسوال اقانور کينتوز رسنيو ته ويلي، چې د لښکرګاه ښار سره ګودر سيمه کې څلور پوليس په مرموزه توګه وژل شوي او يو ټپي دی.

دی وايي، دغه پوسته کې پنځلس پوليس وو، چې ځينې يې کورونو ته په رخصتۍ تللي وو.

امنيه قومندان وايي، تراوسه دا نه ده روښانه، چې بريدګر مېلمانه راغلي وو و او که د پوليسو په خپلو کې له لفظي شخړې وروسته دا پېښه رامنځته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

دحضرت موسی ع.اودفرعون قیصه وا قع کیدنکی ده انشاالله خوداملی اوردو اوداملی پولیسو ته چه اکسری بی سواده دی بهتره داده چه بی له مقاومت سخه مجاهدینوته تسلیم شی شه به دا وی په زا ی ده د چه خپل زانو نه په هلاکت وه رسوی اورا به شو ده فرعون لشکرته دهغوی دغه دقهره مانی خاوری موجاهدینو ده دوی ده پاره قبریستان گرزه ولی ..نصرم من الله وفتح قریب انشاالله……که اشرف غنی هرسومره سراو پوزه کش کری زیاتی کا ر تر کار تیردی ..وسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x