افغانستان

طالبان وايي، يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره هڅې کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ غویی، ۱۳۹۶): د تېرې جمعې راهيسې، چې طالبانو منصوري پسرلني عمليات پيل کړي، د بدخشان زيباک، اشکاشم، د بادغيس غورماچ او نن يې د کندوز قلعه زال ولسوالۍ ونيولې.

د طالبانو له رسمي ادرسه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دوی يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره جګړه کوي او ټولو ګاونډيو هېوادونو ته يې ډاډ ورکړی، چې طالبان هېڅ ګاونډي هېواد لپاره ګواښ نه دي، بلکې په خپل هېواد کې د اسلامي نظام د حاکميت لپاره هلې ځلې کوي.
اعلاميه کې راغلي، چې طالبان نه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي او نه هم بل چا ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله وکړي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د پرديو له منګولو خپل هېواد ازادول او دلته د ټولو افغانانو په خوښه اسلامي نظام راوستل د دوی مشروع حق دی او د دغې موخې ترلاسه کولو لپاره به خپل مقاومت ته دوام ورکوي.

طالبانو دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې يو لور ته شمالي ولايتونو کې د طالبانو بريدونه او پرمختګونه روان دي، په عين حال کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني وړمه ورځ په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې طالبان د سيمې او نړۍ امنيت لپاره ګواښ دي او غوښتنه يې کړې وه، چې هېوادونه دې د ډلو پر ځای له افغان حکومت سره اړيکې وساتي.

اشرف غني ويلي و، چې ترهګرو کې ښه او بد نه شته، بلکې دوی د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دي، خو طالبانو ويلي، چې دوی يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره جګړه کوي او دغه کار يې مشروع حق دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزيزالله عاجز

عزيزالله عاجز
ماشاأالله قربان مو تراعلاميه شم
ستاسي اعلاميه دقدر وړ ده رب العالمين
دى ستاسو دقربانيو په برکت په افغانستان
کى اسلامى نظام حکيم کړى
اللهم امين مونږ درته لبيک وايو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x