افغانستان

جوزجان کې واورو د لسو تنو ژوند اخستی

نن ټکی آسیا: د جوزجان ولایت یو شمېر اوسېدونکي او سیمه یېز چارواکي د وروستیو واورو او ورښتونو له کبله د لږ تر لږه لسو تنو د مړینې خبر ورکوي.

 چارواکي مني، چې د جوزجان ولایت په درزآب ولسوالۍ کې شدیدې سړې هوا او سختې واوري د لس کسانو ژوند اخستی.
د درزآب ولسوالۍ ولسوال محب الله رسنیو ته ویلي، چې په مړیو کې د ښځو او ماشومانو جسدونه هم لیدل شوي.
نوموړی زیاتوي،چې د دې ترڅنګ د ډيرې سړې هوا او ورښتونو له کبله د سیمې د اوسېدونکو شاوخوا ۵۰۰ څاروي هم تلف شوي دي.
د یادونې وړ ده ، چې جوزجان د هېواد په شمال کې د خورا سړو سېمو څخه بلل کېږي، چې هر کال پکې د ورښتونو او سړې هوا له کبله لسګونه کسان ژوند له لاسه ورکوي او د زیاترو سېمو تر منځ غځېدلې لارې هم تر اوږدې مودې پورې تړلې پاتې وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x