نړۍ

اسماعیل هنیه د حماس سیاسي دفتر رئیس وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶ غویی، ۱۳۹۶): د فلسطین د حماس اسلامي تحریک د سیاسي دفتر مشر «خالد مشعل» د خپل نوي ځایناستي د ټاکل کېدو خبر ورکړی.

ښاغلي مشعل الجزیرې تلویزون ته ویلي چې د حماس قیادي شورا د شنبې په ورځ خپلمنځي ټاکنې کړي او «اسماعیل هنیه» یې د سیاسي دفتر د نوي رئیس په توګه ټاکلی.

د سرچینو په وینا، د حماس د سیاسي دفتر ریاست ته درې لوړپوړي مشران کاندید وو، چې دوه تنه یې د سیاسي دفتر برحال مرستیالان (اسماعیل هنیه، او موسی ابو مرزوق) او دریم نوماند د سیاسي دفتر پخوانی غړی (محمد نزال) و.

د حماس د ټاکنیزې لایحې پر اساس د سیاسي دفتر د ریاست یوه دوره څلور کاله وي او په څلورو کلونو کې یو ځل ټاکنې ترسره کیږي.

د یادونې وړ ده چې خالد مشعل له ۱۹۹۶م کال راپدېخوا د دغه تنظیم د سیاسي دفتر د ریاست دنده په غاړه درلوده او د تنظیم د اصولو له مخې یې حق نه درلود چې د یوې بلې دورې لپاره دغې دندې ته ځان کاندید کړي.

ښاغلي مشعل په همدې تړاو خپلو څرګندونو کې د سیاسي دفتر د نوي رئیس ټاکل کیدنه د حماس د خپلمنځي اعتماد، اخوت، یووالي او خپلو اهدافو ته د ژمنتیا بېلګه وبلله. د هغه په وینا، لکه څرنګه چې حماس په وسلوالې مبارزه کې خپله مېړانه ښودلې، دا دی یو ځل بیا یې د منصبونو په سولییز بدلون کې هم خپله وړتیا او ژمنتیا وښوده.

نوموړي ټینګار وکړ چې د خپل ځایناستي (اسماعیل هنیه) تر شا به دریږي او باور یې څرګند کړ چې ښاغلی هنیه به د فلسطین او بیت المقدس د ازادۍ او فلسطیني ولس د خیرښیګڼې لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

په حماس ګوند کې یو شمېر سرچینو اناضول خبري اژانس ته ویلي چې اسماعیل هنیه به د خپلې نوې دندې د تقاضا پر بنسټ په لنډ وخت کې له فلسطین څخه واوځي. د سرچینې په وینا، په غزه کې د نوموړي استوګنه له یوې خوا امنیتي ستونزې لري او له بلې خوا له یو بهرني هیواد څخه د سیاسي دفتر د یو مشر په حیث په اسانۍ نورو هیوادونو سفرونه کولی شي.

تر اوسه دا نه معلومه چې ښاغلی هنیه به په کوم هیواد کې استوګن شي خو داسې باورونه شته چې ښايي نوموړی په قطر کې استوګنه غوره کړي چېرې چې د حماس سیاسي دفتر پخوانی رئیس «خالد مشعل» هم مېشت دی.

د حماس د سیاسي دفتر نوی رئیس (اسماعیل هنیه) ۵۴ کاله عمر لري او د غزې اسلامي پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغ شوی. نوموړی له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د حماس تنظیم غړیتوب لري او په یاده موده کې يې پر ګڼو دندو سربېره درې ځله د زندان ستونزې هم ګاللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x