شعـــــرونه

تــه نه وې…!/ سپين کوچی

سپین کوچی
کــوم اړخ تــه، پاتـې شـوې،لـه غـبـاره وې،ته نه وې
د ړنــګو پـلـونـو نـښې دې، پـه لاره وې، تـه نـه وې

څارل مـې درپــسې د ژونــدون، سـتـړي کـاروانـونـه
سـتون شـوی د هـمـزولـو، لـه کـتـاره وې، ته نه وې

یـو څـوک و ارمــَـانــجــن،ستا د تنــکـیـو، ارمانـونـو
یــو زړه کې ډیــرې هیلې، ستا لپـــاره وې،ته نه وې

ستا یــاد راسـره،سـتا د ویـښو شپو کیسې کـولــې
د ستــورو ډیــوې بـلــې،تـر سـهــاره وې،ته نه وې

اوږې دې جـنـازه بـاندې،ستـومانه د چـــا نــه شوې
دوه،درې سوې ریښکۍ،پس له بمباره وې،ته نه وې

ښېرې درپسې هومره وې،کـوچـیـه چې ژوندی وې
دُعـاوې درپـسې چـې سـپـیـنـه یـــاره وې،ته نه وې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x