نظــر

یو سپیناوی! -عبدالبصیر عتیقزی

د طالبانو د اسلامي نظام له سقوط څخه وروسته چې کوم جمهوري نظام  رامنځته شوی دی همېشه یې ددې کوښښ کړی چې په خپل ځان کښې یوازې هغه خلک جذب کړي او هغو خلکو ته د پرمختګ لاره خلاصه کړي چې هغوی له اسلامي فکر او د اسلامي نظام د قیام له داعیې سره کلکه تاریخي دښمني ولري. دلته دا خلک په څلورو ډلو ویشل کیږي؛

1.    لومړۍ ډله شمالي ټلواله ده چې له طالبانو سره د دښمنۍ په بهانه اصلاً د یوه سوچه اسلامي نظام او پښتنو سرسخته مخالفین  دي؛
2.    دوهمه ډله هغه غربیان دي چې د امریکایانو له راتګ سره سم دوی هم لکه ترخه بوټي راشنه شول؛
3.    دریمه هغه پخواني خلقیان، پرچمیان، او کمونست پاتې شوني دي چې مخکې یې د هورا او اوس د یوه پراخ بنسټه دیموکراتیک دولت صخره په سینو ډبوي؛
4.    څلورمه ډله هغه فرصت غوښتونکي خلک دي چې له کمونست سره کمونست، له دیموکرات سره دیموکرات ، له مجاهد سره مجاهد او له یوه عادي وګړي سره عادي وي. دا ډله نه د اسلام او نه د کفر په کیسه کښې دي، ددوی هدف یوازې تر خپلې خیټې محدود دی. که اسلام چپه کېده یا ورانېده ددوی ضمیر او وجدان نه ښوري او نه ورته کوم سوال پیدا کیږي.
په کفر کښې سبقت:
له دغو پورتنیو ډلو چې یادې شوې هر یو یې پخپل وار او د فرصت په ترلاسه کولو سره دا کوښښ کوي چې په یو ډول نه یو ډول د خپلو جرایمو، نادودو او ځان د سپین چرګ ښودلو په خاطر پر طالبانو لاس پاک کړي. دوی همېشه د خپلو ظلمونو او وحشتونو پړه پر طالبانو اچولې ده او د ۱۹۹۰ کلونو راپدېخوا، د کورنیو جنګونو ملامتي او نورې ناخوالې پر طالبانو ورتپي چې یقیناً همدا طالبان دي چې موږ او دا ټول وطن او ملت پرمختګ او ترقۍ ته نه پریږدي او ددې لارې ستر خنډ دی. له غربه راغلي تکنوکراتان هم ددې پر ځای چې د حقیقت عینکې پر سترګو کړي د کذب او افتراء جارچیان او نقیبان یې له ځانونو جوړ کړي او ددې ملت هره بدبختي او ناخواله پر طالبانو وراچوي. دوی دا کار په ډېر سیستماتیک او تخنیکي ډول د مختلفو بنسټونو، انجوګانو، او د بشري او ښځینه حقوقو د کمیسیونونو، بنسټونو او ددوی د عامه کنفرانسونو له لارې ترسره کوي. که چیرې تاسو فکر کړی وي د مدني ټولنو په نامه د مدني او انساني حقوقو د دفاع په خاطر چې کومې غونډې ترسره کیږي، هره یوه یې پخپلو اعلامیو کښې دا وایي چې [د طالبانو د تورې دورې له پای ته رسېدو وروسته تعلیم، صحت، اقتصاد، زراعت، د ښځو، ماشومانو، نارینه ؤ، او ایزکانو حقوقو دومره او دومره فیصده وده کړې چې دا د یوه آباد او مترقي افغانستان لپاره ډیر ګټور ثابتېدای شي].
خو دوی کمبختانان ولې ځان نه پوهوي چې ددوی تر څنګه په دریشي کښې ناست د بشري حقوقو لوی ناقض ددې ټولو ناخوالو او بدبختیو عامل دی. دا  خو ټولې نړۍ ته معلومه ده چې طالبانو د خپل خودي اسلامي تحریک په رامنځته کولو سره افغانستان له کومو بدبختیو وژغوره. مخکې تردې چې طالبان د افغانستان غېږه د (صحوات الضرار=تنظیمي کبلیو) څخه پاکه کړي افغانستان د وحشت، بربریت، او ځناورو په یوه لوی میدان اوښتی وه چې انسان پکښې څیرل کېده، وژل کېده، په سر کښې یې مېخ ټک وهل کېده، په بې تنه سر یې سره کړي تیل او غوړي وراچول او د (رقص مرده) میدانونه ګرم ول، د وینو لښتي جاري ول، د عصمتونو لوټل وه، د مور او خور توپیر نه کېده، د حیاء، اسلام، ایمان، افغانیت او حتی د انسانیت رنګ نه وه. هغه شیخان چې نن د دیموکراسۍ له تربیون څخه قال الله او قال الرسول وایي دوی تر پرونه د انسانیت دښمنان ول او نن د قدرت او څوکۍ د ګټلو پخاطر د انسانیت علمبرداران، د اسلام (رول ماډل)، مجاهد، دیموکرات او دا هر څه دی. دوی تر پرونه پورې د همدې افغانانو عامه وژنه کوله خو نن په نظام کښې ګډ دي. دوی تر پرونه پورې له ښځو سینې پرې کولې، دوی د کابل د مرکزي لیلیې د اطاقونو المارۍ ګانې د معصومو پیغلو په جسدونو ډکې کړې وې، دوی پرون په شفاخانو کښې امیندوارو ښځو ته ناست ول او د هغې معصومې مورکۍ د حمل صحنې یې کتلې، دوی پرون په دارالمجانین ورننوتل او هلته یې په لېونیو او عصبي مېرمنو باندې جنسي تیري وکړل..! دوی پرون مکروریانو ته د پیغلو انجونو د ښکار په خاطر ننوتل،  دوی همدا پرون د یوې ګوتمۍ په خاطر د معصومو پیغلو ګوتې پرې کولې..!
خو…!
طالبانو همدا ځناور او لېوان هی کړل، ویې شړل، خلکو ته یې د ارام بستر برابر کړ، پوهنتونونه او مکتبونه شروع شول، بازارونه او مارکېټونه خلاص شول، خلکو ژوند ته ادامه ورکړه، هر چا ځان وپېژانده، د هر چا حقوق معلوم شول، له ظالم نه یې د مظلوم حق واخست، زاني یې په دُرو وواهه، له غله یې لاس او پښې قطع کړې، شرابي یې په دُرو وواهه، هغه بې لمانځه او نجس چې په ټول عمر کښې یې خپل رب ته سجده نه وه ایښې هغه یې جومات ته راوست، او لنډه دا چې په خلکو کښې یوه ساه وچلېده، او دا هر څه یې د سوچه اسلامي نظام په رڼا کښې ترسره کول، هر څه یې د شریعت په تول برابرول، هر څه ته یې د شریعت له آدرسه کتل! خو ولې نن  دا ملت دومره بې سترګو او نمک حرامه شو چې خپل خواخوږي او مرستندوی ته د یوه رقیب او دښمن په سترګه ګوري او د هغو ځناورو او لېوانو وحشت او بربریت هم پر دوی باندې ورتپي؟
ښکاره خبره ده چې دلته له طالب څخه مراد اسلام دی. دوی د طالب په ټکولو اصلا اسلام ټکوي او اسلام تخریبوي. دوی د طالبانو دورې ته توره دوره وایي حال دا چې هغه نظام د افغانستان په ۵۰۰۰ پنځه زره کلن تاریخ کښې  یو بې سابقه او سوچه اسلامي نظام وه چې حدود یې جاري کړل او له کفارو یې جزیه اخستله! لدې څخه معلومیږي چې ددوی ټول جنګ د خپلو شخصي منافعو تر څنګه په موازي توګه د اسلام پر ضد یو لوی جنګ دی چې سابقه یې پدې سیمه کښې ډیره کمه لیدل شوې.
زه له خپل ملت نه غواړم چې دوی په خلاصو سترګو، بې له تعصبه او بې له خوا نیونې له خپل ضمیر او وجدان سره محاسبه وکړي او بیا دې خپل دوست او دښمن معلوم کړي.

کالم: اُمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x