ټولنیزه برخه

د جومات غل (له پنده ډکه کيسه)

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

کیسه کا: یوه پاچا له یوې لور سره په ښکلې او دنګه ماڼۍ کې ژوند کاوه، له خپلې لور سره یې زښته زیاته مېنه درلوده. کله چې هغه لویه او د کوژدن شوه، پلار یې د هغې د ژوند د ملګري (مېړه) او د خپل ځای ناستي په اړه شپه او ورځ فکر کاوه تر څو ورته وړ شخص و مومي.

یوه ورځ یې وزیرانو ته کړه: نن د شپې جمات ته ورشئ، یو ښه دیندار، پرهیزګار سړی – چې الله پاک ته یې په دعا، زاریو او مناجات لاسونه لپه وي، او هغه – جل جلاله – ته ور نږدې وي – را ولئ! غواړم: داسې وګړی زما د لور کُف (وړ) او ځما ځای ناستی شي.

وزیر په بیړه د جمات لور ته د فوځ په ملتیا وخوځېد، چې د پاچا د سفارښتنې سره سم وګړی ولټوي. له بده مرغه په هماغه شپه یوه غله پلان جوړ کړی، چې جمات ته ننوځي او د لمونځ کزارو نه د لمانځه پر مهال څه وتوږي.

غل د وزیر تر ورتلو مخته جمات ته و رسېد. دا چې د جمات دروازه قلف ده، د ور ننوتو لاره نشته، په ډېر زیار او محنت تر دېوال ور واوړېد، په دې لټه کې دی، چې داسې قیمتي یوڅه ومومي، چې له ځان سره یې یوسي، ویې پلوري او کورنۍ اړتیا پرې پوره کړي.

د جمات مخې ته یې زوږه تر غوږ شوه، یو څوک د جمات دروازه پرانيزي؛ له وار خطایي سره مخ شو، حیران پاتې دی، چې څه وکړي؛ خو یوه نوي تکتیک ته یې پام ور واوښت، هغه دا چې باید ځان په لمانځه اړ کړي تر څو پرې د لمونځ کوونکي ګمان وکړل شي.

د وزیر ځواکونو چې کله دروازه پرانیسته، یو ځوان یې وموند، چې لمونځ کوي. وزیر د تعجب تر څنګ وویل: “سبحان الله!” دا ځوان نو د لمانځه سره رښتینې مېنه لري، په څومره اخلاص په توره شپه کې الله پاک ته ولاړ دی، د زیاتې مېنې له امله – قلف جمات ته – پر دېوال ور اوښتی دی. امر یې وکړ، چې څنګه له لمانځه نه فارغ شي سمدستي یې زما په وړاندي حاضر کړئ! غل د دې خبرې په اورېدو نور هم و لړزېد، رنګ یې وتښتېد، نور یې مخ پر لمانځه ور واړاوه، چې کله سلام وګرځوي سم د لاسه بیا نیت و تړي.

د وزیر پوځیان د هغه تقوا، دیندارۍ او عبادت ته هک پک حیران دي. نور وزیر په انتظار ستومانه شو، ویې ویل: د سلام له کرځولو سره یې سم را وباسئ! هغوی همداسې وکړل.

یاد ځوان یې د پاچا په وړاندې ودراوه، ورته یې د هغه له بې ساري عبادت، دیانت او ښه سړیتوبه پرده پورته کړه، یاده کیسه یې په زېر-زبر ورته بیان کړه.

پاچا په ډېر غرور سره وویل: ما له زیاتې مودې نه را په دېخوا د داسې سړي لټون کاوه؛ خو نن یې په موندلو بریالی شوم؛ ما زړه ته را نږدې لور هم ده ته په نکاح ور کړه او د امیر په توګه به زما ځای ناستی شي.

ځوان له دهشت او وېرې زبون وهلی ناست دی، یاده کيسه یې هيڅ زړه ته نه تېرېږي، بلکې د خپل جنایت د سزا په فکر کې دی، چې له څنګه سزا سره به لاس او ګرېوان شم؛ خو د وخت تېرېدو یې سوچ بدل کړ؛ پوی شو، چې ویده بخت یې راویښ شوی دی؛ خو ستر څښتن ته یې ځان زښت ګرم ګاڼه؛ د خجالت په ګرېوان کې یې سر ټیټ کړ، په ژړا ژړا یې ویل: د کائناتو مالکه! د تش نمایشي عبادت په تر سره کولو دي دا ستر مقام را وبښل؛ که ستا رښتینی عبادت مې کړی وای؛ نو کوم مقام به دي راکړی وای؟!

……………….
رښتیا عزت او ذلت د الله پاک په واک کې دي، چې چاته یې بښي، څوک پرې د انتقاد (نیوکې) حق نه لري.

– څوک دي د الله پاک رحم او کرم ته تل امید ساتي.

– عبادت دي له ډېرو کړاونو نه، ژغوري.

– د هر راز ګناه او ناوړه کړنې پای پر ندامت (پښېماني) باندې دی.

– وړاندې له دې، چې د تلپاتي کور پر لور و کوچېږې، خپل ګناهونه په اوښکو و مینځه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x