نظــر

طالبان ولي د حکمتیار په څرګندونو غبرګون نه ښیي؟!

شاهد (غزنیوال)

له کله چې د روان کال د ثور د میاشتې په ۹ ښاغلی حکمتیار د دولتي ځواکونو تر حمایې لاندې راڅرګند شوی په خپلو څرګندونو کې یې له طالبانو غوښتې چې هغوی هم د ده لاره خپله او له دولت سره یوځای شي.

ښاغلي حکمتیار د خپل ظهور په پیل کې پر طالبانو توند لفظي بریدونه هم وکړل، هغوی یې په ناسمو نومونو یاد او د بهرنیو ځواکونو او کابل رژيم په خلاف یې د هغوی مقاومت ناروا وباله.

خو په خواله رسنیو کې د طالبانو په اړه د نوموړي ترخه لهجه او ناسمې څرګندونې له سختو نیوکو سره مخ شوې ، هماغه و چې کابل ته په رسیدو سره یې د طلبانو په اړه څرګندونې هم تغیر او د ارګ او غازي ستدیوم په غونډو کې یې هغوئ ته د وروڼو په خطاب کولو سره بیا ورڅخه له دولت سره د یوځای کیدو غوښتنه تکرار کړه.

دا چې له طالبانو څخه د ښاغلي حکمتیار د تسلیمي غوښتنه او یا هم پرهغوی نیوکې تر ډیره د طالبانو پر سیاسي کړو وړو او تګلارې باندې نیوکې دې نو ایجاب کیده چې طالبانو هم له خپل لوري د ښاغلي حکمتیار د څرګندونو او نیوکو په وړاندې غبرګون ښودلی وای.

خو طالبانو نه یواځې دا چې اوس د ښاغلي حکمتیار خبرې لایعني بللې او غوږ یې ورباندې کوڼ اچولی؛ بلکې تر دې وړاندې یې هم چې کله نوموړی د دولت د مخالفت په ادعائي صف کې ولاړ او د طالبانو په اړه به یې دا ډول څرګندونې کولې سکوت اختیار کړی و او هیڅ وخت یې هم په خپلو رسمي نشراتو کې د نوموړي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د حکمتیار په وړاندې د طالبانو د سکوت لامل:

دا چې ولي طالبانو د ښاغلي حکمتیار د خبرو او نیوکو په اړه سکوت غوره کړی سپیناوی یې د طالبانو په رسمي ویندو یانو پوري اړه لري ، خو هغه څه چې زه یې د یوه لیکوال په حیث د طالبانو د سکوت لامل توجیه کوم هغه دا چې طالبان د خپل حرکي خاصیت له مخې ځیني مشخصات لري چې د هغو له جملې څخه یوه هم دا چې هغوئ حتی الوسع کوښښ کوي ځان له داسې بيځایه سیاسي، مذهبي، قومي او لساني مناقشو او مجادلو څخه وساتي کومې چې د بهرنیو یرغلګرو په خلاف د دوی اصلي مقاومت متأثر کوي، او همدا ځانګړتیا ده چې هم یې تر ډیره حده د دوئ په بریالیتوب کې رول لرلی اوهم یې په نړیواله او داخلي کچه طالبانو ته پر نورو جهادي ډلو تمایز ورکړی دی.

که د طالبانو د جهادي فعالیت نوعیت ته وکتل شي نو وبه لیدل شي چې دوئ د امریکايي اشغال په تیره ۱۶ کلنه دوره کې یواځې خپل جهادي خط تعقیب کړی او کله یې هم نه دي غوښتلي چې د حکمتیار په شمول له اشخاصو او ډلو سره په داخلي اختلافاتو کې ځان ښکیل کړي.

د طالبانو د همدې خاصیت برکت دی چې دښمن له خپلو ټولوهڅو سره سره ونه توانیدو چې طالبان د پخوانیو مجاهدینو او یاهم په نورې نړۍ کې د اوسنیو مجاهدینو په څیر په خپل منځي اختلافاتو کې را ښکیل کړي.

اوس چې ښاغلي حکمتیار خپله لاره جلا او د کابل د تحت الحمایه رژیم له ادرسه له طالبانو څخه له رژیم سره د یوځای کیدو غوښتنې او یاهم پرهغوی لفظي بریدونه کوي طالبان بیاهم د موضوع حساسیت ته په پام سره پوره متوجه دي او فکر نه کیږي چې د حکمتیار په غوښتنو او یاهم د هغه پر نیوکې دې ځان خبرکړي.

ځکه طالبان پوهیږي چې دښمن تر بل هروخت زیات اوس دې ته ډیرمتوجه دی چې د ۱۶ کلن جهاد نتیجه داسې د مجاهدینو له لاسه وباسي لکه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته چې یې د جهادي تنظیمونو د خپل منځي جګړو په پیلولوسره د هغوی د یونیم ملیون شهیدانو د قربانیو نتیجه د هغوي د آرمانونوخلاف وکاروله .

یوځل بیا په پخواني رول کې:

له بده مرغه دا دوهم ځل دی چې ښاغلی حکمتیار د بهرني اشغال په وړاندې د افغان ولس د برحق جهادي مقاومت تر بریالیتوب وروسته د دښمن د توطیو ښکاراو د هغوي د شرعي او جهادي مصالحو خلاف استعمالیږي.

لومړی ځل په کال ۱۳۷۱هـ کې د ثور په ۸ کله چې په هیواد کې د ډاکټر نجیب په مشرۍ کمونیستي نظام سقوط وکړ او واک د جهادي ګوندونو هغه موقت حکومت ته وسپارل شو چې خپله ښاغلی حکمتیار ورکې لومړی وزیر ټاکل شوی و خو نو موړي یې د یو لړ نامشروعو او نامعقولو توجیهاتو په ارائه کولو سره په مقابل کې په وسله وال مخالفت لاس پوري کړ چې له امله یې یواځې په کابل ښار کې تر ۶۰ زره زیات بیګناه انسانان ووژل شول او د افغان مجاهد ولس د ۱۴ کلن جهاد ګټلې پایلې د تنظیمي ناروا جګړې په لمبو کې ضائع شولې.

که ښاغلی حکمتیار هغه مهال دغه اوسنی تعقل په کار اچولی وای او د خپل مسلمان او مجاهد حریف استاد برهان الدین رباني په مقابل کې یې همدا ننی تنازل قبول کړی وای نن به یې د امریکایانو په لاس جوړشوي سهامي شرکت ته د تسلیمي ذلت نه په برخه کیده.

اوس چې د هیواد په دې تر ټولو حساسه مرحله کې له تحت الحمایه رژیم سره د سولې په پلمه یوځل بیا را میدان ته شوی او په تبلیغاتي لحاظ یې د مقاومت د خاموشه کولو هڅې پیل کړې، هدف ترې دا دی چې دښمن دا ځل غواړي له ښاغلی حکمتیار څخه د مقاومت د لاسته راوړنو په ځپلو کې کار واخلي او دا ځل یې بیا د صلیبي ټلوالې په خلاف د افغان مجاهد ولس د ۱۶ کلن جهاد د پایلو په تخریبولو کې وکاروي.

غیر مسؤلانه څرګندونې:

ښاغلی حکمتیار په داسې صفت طالبانو ته له دولت سره د یوځای والي دعوت ورکوي چې نه ورته د امریکایانو او نه هم د هغوي جوړ کړي رژیم لخوا د هیڅ ډول مسؤلیت تفویض شوی دی ، نه طالبانو تري د منځګړیتوب غوښتنه کړې او نه هم په یوه داسې غیر جانبدارانه موقف کې دی چې طالبان دي ورباندې د حسن نیتي باور وکړي.

خو ښاغلي حکمتیار داسې څرګندونې کوي او د عارفانه تجاهل له مخې د نظام د سیاست په اړه داسې طرحې وړاندې کوي لکه واقعا چې د نظام د چلولو صلاحیت د نظام د فعلي چارواکو په لاس کې وي.

دا چې د نظام له خبرتیا پرته امریکايي پوځیان په هلمند کې ځای پرځای کیږي، دا چې د ارګ له اطلاع پرته ناټو خپلې جنګي الوتکې له ایټالیا څخه بګرام ته لیږدوي، دا چې د حکمتیار د اړونده بندیانو د خلاصون په اړه د ارګ مشر اشرف غني قاطع حکم د یوې ښځې لخوا ځنډول کیږي حکمتیار پر دې ټولو په اغماض سره بیاهم خپلې نیوکې د مقاومت لوري ته متوجه کړې او له هغو څخه غواړي په همدي انډوخر کې له ده سره ورګډ شي.

که واقعیت ته وکتل شي شخصا د حکمتیار په شمول په افغان غمیزه کې نور داخلي جهتونه او امریکایان هم دخیل دی ، خو نوموړی یواځې طالبانو ته اړم دی او هغوی افغانستان ته د بهرنیانو د راتګ عامل او دلته د پاتي کیدو لامل بولي.

دا خبره یې له حافظې وتلې چې د امریکایانو په شمول همدا طالبان ټول د ده د هغو کړنو او اشتباهاتو محصول دي چې د کمونستي رژیم تر سقوط وروسته یې د تنظیمي جګړې په پیلولو سره تر سره کړي.
که حکمتیار له رباني او مسعود سره تنظیمي ناروا جګړه نه وای پیل کړې طالبان به ولي د دوئ د فساد په خلاف دوباره پاڅون ته مجبوریدل ؟

د حکمتیار سیاسي مشخصات:

که د ښاغلي حکمتیار ناندرییز ژوند ته وکتل شي نو وبه لیدل شي چې نوموړي په خپل ټول عمر کې په لسګونو ځله داسې خطرناک اشتباهات تر سره کړي چې خطر یې خپله ده ته هم څرګند مګر کله یې هم پر خپلو اشتباهاتو د اعتراف جرئت نه دی کړی .

که یې په ۱۳۵۴ کال کې د اسلامي نهضت د مشر تابه د اوامرو خلاف د شهید دواد خان د نو تأسیسه حکومت پر خلاف بغاوت کړی ، که یې په ۱۳۶۸ کې د شوروي اشغال په مهال په تخار کې د خپل مربوط قومندان سید جمال په وسیله د تنظیم جنګي اساس ایښی ، که یې په ۱۳۷۱هشـ کال کې د کمونیستي رژیم تر سقوط وروسته له جمعیت ګوند سره خپل منځي جګړه پیل کړې ، که یې په ۱۳۷۳ کې له کمونیست جنرال دوستم سره د تنظیم جنګي د تقویې لپاره پرهماهنګي شوری ورګډ شوی ، که یې په ۱۳۹۱هشـ کې د امریکايي اشغال په مهال د جنرال ډیويډ پټروس د اربکي سازي فتنه جوړوونکې پروسه په خپلو اړونده وسله والو تقویه کړې او که بالآخره په کال ۱۳۹۶ کې د امریکايي ماډل شوبلو او څرخکو تر بدرګې لاندې کابل ته راغلی او تحت الحمایه رژیم ته یې د تسلیمي ذلت قبول کړی ، په دې ټولو کړو وړو کې ځان سل په سله برحق او کله یې هم د دې احساس نه دی کړی چې د نورو د کړنو په ځای خپلې کړنې نقد کړي او یا هم د هغو له امله له ولس نه بښنه وغواړي.

ښاغلی حکمتیار چې د شیخ التفسیر، بابصیرته عالم، ماهرسیاست پوه ، سابقه مجاهد او بلا نورو کمالاتو نسبت ځانته کوي د خپلو اشتباهاتو په وړاندې یې د ضمیر احساس تر کمونیست جنرال دوستم او بیسواده زرداد فریادي هم کم دی.

سره له دې چې کمونیست جنرال دوستم او زرداد فریادې خپل ټول جنایات د ښاغلي حکمتیار تر قوماندې لاندې تر سره کړي، خو هغوی دواړو بیا هم دا جرئت او شاهکاري وکړه چې په خپلو اشتباهاتو د اعتراف ترڅنګ یې هغه جنایات وبلل او د ارتکاب له امله یې له ولس نه بښنه وغوښتله .

مګرښاغلی حکمتیارچې ترکمونیستانو وروسته په افغانستان کې ترسره شوي ټول جنایات د ده د اشتباهاتو محصول او مستقیما دی ورکې ښکیل دی له هیڅ ډول احساس پرته هماغه حماقت ته په دوام ورکولو سره ځانته د نورو په اړه د ښه او بد ویلوصلاحیت ورکوي او په داسې اکټونو سره د کابل د ۶۰۰۰۰ مقتولینو د وارثینو په مخ کې را څرګندیږي لکه له شوروي او امریکايي اشغال څخه چې د هیواد د خپلواکی اتلولي ده تر لاسه کړې وي.

حکمتیار باید څه کړي وای؟

حکمتیارکه واقعا د سولې پلوی او یا خپل ولس ته د خیرغوښتنې نیت لرلاي نوموړی باید ترهرڅه وړاندې له خپل لوري داسې یو اعتراف لیک خپور کړی وای چې په ترڅ کې یې پر خپلو ټولو کړیو اشتباهاتو او جنایاتو د ندامت او پیښماني اظهار کړی وای، په همدې لیک کې یې د کابل د۶۰۰۰۰ بیګناه مقتولینو له وارثینو او د تنظمي نارواجګړې له ټولو قربانیانو څخه بښنه غوښتې وای او هغوی ته یې ترامریکايي اشغال وروسته د ولس د یوې اسلامي محکمې په مخ کې د حاضریدو ژمنه ورکړې وای.

دا چې ښاغلی حکمتیار په افغانستان کې د پراخ ولسي حمایت ادعاء لري نو ښه به واي چې نوموړی د امریکايي شوبلو او الوتکو د بدرګې له سوري پرته د لغمان او ننګرهارولایت د رسمي مقر او ارګ په ځای د کابل په مرکزي عید ګاه کې د ولسي منورینو، علماوو او عامو خلګو په منځ کې راڅرګند شوی او د امریکايي اشغالګرو په مقابل کې د جنګیدونکو اتلانو له تقدیرونې او شهید شویو اتلانو ته تر فاتحې وروسته د یوه جرأتمندانه اعلان په ترڅ کې له اشغالګرو امریکایانو څخه د ژرتر ژره وتلو غوښتنه کړې وای.

تر دې وروسته یې د خپل ځان د برخلیک په اړه له همدې ولسي منورینو، علماوو او مجاهدینو څخه مشوره غوښتې وای چې دی په راتلونکي کې څه باید وکړي ؟

ځکه تر اوسه چې نوموړي په خپل ابتکار سره په سیاسي ډګر کې څه کړی ولس او هیواد ته په ډیر درانه قیمت تمام شوي که نورهم همداسې د هغو ناسمو سیاستونو په تعقیب دا ځل بیا په سیاست ورګډیږي، او د دښمن په لمسون د وخت د حساسیت له په پام کې نیولو پرته د تجمعاتو په جوړولو سره قدرت نمايي کوي قوي احتمال شته چې دښمن یې له وجوده ډیره ناوړه استفاده وکړي.

خلاصه:
افغانستان اوس مهال د خپل تاریخ په ترټولو یوه حساسه مرحله کې قرار لري، د سړې جګړې مرحله چې د افغانانو د قربانیو له وجې د امریکا په ګټه پایته رسیدلې وه اوس یوځل بیا پیل شوې او دا ځل یې په روس او امریکا سربیره نور منطقوي سهیمان هم اضافه شوي ، چې له بده مرغه د دې سیالۍ ډګر بیاهم تر ډیره افغانستان دی.

افغاني لانجه تر داخلي اړخونو زیاته د خارجي لوریو (واشنګټن او مسکو) د سیاستونو مرهونه ده ، همدا خارجي لوري دي چې افغاني سیاستوال د شطرنج د مهرو په څیر د خپلو مصالحو لپاره اړوي را اړوي.
افغان سیاست والو ته په کار دي چې تر بل هروخت زیات د وضع حساسیت ته متوجه او د امکان تر حده داسې پالیسي غوره کړي چې وکړای شي خپل ولس او هیواد ته د لویو قدرتونو د سیالي له شره نجات ورکړي.

ښاغلی حکمتیار یو له هغو سیاست والو څخه دی چې افغانستان یې د سیاسي اشتباهاتو له وجې په مادی او معنوي لحاظ ډیر متضرر کړی، اوس چې یو ځل بیا د ورځینیو سیاسي شرائطو له امله په ښکاره توګه د هیواد په سیاست کې مطرح کړل شوی ورته په کار دي چې د تیرو اشتباهاتو په کفاره کې دا ځل د هیواد ملي مصالحو ته په ژمنتیا سره په اخلاص او صداقت ګامونه واخلي او له ټولو هغو تیروتنو څخه ځان وساتي چې د دښمن په ګټه تمامیږي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عزيزالله عاجز

عزيزالله عاجز
کاميابه اوسى غزنيوال صاحب
سوال دى کړى
جواب دى هم په خپله ليکنه کى کړى دى
همدايي اصلى عوامل دى چى تاورته په خپله
ليکنه کى ايشارى کړئ دى
دايوه خبره به زه ورزياته کړم
چى په دى حساس وخت کى غربيان
حکمتيار صاب دطالبانو پرخلاف استعمالوى
دطالبانو غبرګون ياسقوط
به حکمتيارصاب ان شاالله دهغه ناکامى
سره مخکړى لکه دتيرپه څيرچى حکمتيارصاب
هروخت ورسره مخامخ شوى دى

رحمت الله رحمت

که جناب حکمتیار صاحب غواړي په راتلونکي کې له ستونزو خلاص ژوند ولري پورتنۍ لیکنه دې په غور ولولي.
که نوموړي پر واقعیتونو باندې په سترګو پټولو سره بیاهم پر خپلو پخوانیو سیاستونو ټینګار کوي ، یواځې هغه څه ښه بولې چې د ده له مزاج سره بربر وي نو خدای مکړه ې پایلې به یې تر هغه ډیرې بدې وې چې تر اوسه افغانان ورسره مخ شوي دي.

عبدالواحد اڅګزۍ

محترمه غزنیوال صاحب اسلام اعلیکم څونی لوی معلومات دی دحکومت یار په حقله جمع کړی دی ،زه ستاودی محنت ته ډیر دقدر په ستر ګو ګورم په حقیقت کی افغانستان یوه بیعلمه جامعه ده ،ولی فطرتی پر اسلام مینه جامعه ده حکومت یار یووخت داسلام په نامه دروسا نو په مقابل کی جهاد شروع کی نن لا تر اوسه خلک په هغه سترګه ورته ګوری ،داسلام احکام دالله کلام دۍ ولی دۍ په قطعی صورت نه دۍ ځنی خبر فقط ځان یی داسی جوړ کړۍ دۍ لکه یومتقی مسلمان که په حقیقت داسلامه څوک خبرسی حکومت یار داسلام سخت دښمن… نور لوستل »

عبدالرحمن

اسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
هندوستڑی اللہ ناراض واشنتن فوست خپلہ اطرف كوي چی داحكمت فاسده دي مجهايدين ورته تسلمه وي هههههههههههه

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x