افغانستان

طالبان: په پټو او بې ادرسه خبرو هېڅ باور نلرو

نن ټکی آسیا: طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه ګنګوسې رد کړې، چې ګواکې د ولسمشر کرزي او د دوی د ځينو غړو ترمنځ پټې خبرې-اترې تر سره شوې دي او څرګنده کړې يې ده، چې دوی پر پټو او بې ادرسه خبرو هېڅ باور نلري.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څو شیبې وړاندې نن ټکي آسیا ویب پاڼې ته په را لېږلې خبرپاڼه کې، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستی راپور چې ویلي یې وو، د طالبانو او ارګ ترمنځ پټې خبرې شوې دي، په کلکه رد کړی.
په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د نیویارک ټایمز تر دې راپور دوه ورځې وړاندې هم له یو شمېر رسنیو سره د مذاکراتو په باب پر خپل مخکني دریځ ټینګار کړی و.
په اعلامیه کې همداراز له ځينو رسنیو ګیله شوې، چې ګواکې دوی د دې پر ځای چې د ژورنالیستیکو اصولو سره سم، د ځينو راپورونو په اړه د دوی غبرګون هم واخلي؛د خبر توازن په پام کې نه نیسي او له کومې پلټنې او استناد پرته يې خپروي .
ذبیح الله مجاهد، د رسنیو داسې اقدامات یو لوریز او په دوی پسې د پروپاګند هڅه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x