افغانستان

 د کندهار ولايت سلاکار عبدالغفور پېروز د نامعلومو وسله والو په بريد کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ غویی، ۱۳۹۶): د کندهار ولايت مطبوعاتي سلاکار عبدالغفور پېروز نن سهار په کندهار ښار کې د نامعلومو وسله والو په بريد کې ووژل شو.

د کندهارو ولايت رسنيز دفتر تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو کندهار ولايت کې د شمشاد خبريال احمد لودین يوازې دومره ليکلي، خو عبدالغفور پېروز د نامعلومو وسله‌ والو په بريد کې وژل شوی دی.

پېروز د زابل ولايت اوسېدونکی و، له تېرې اوږدې مودې راهيسې يې کوټه کې ژوند کاو او له تېر يو کال راهيسې يې د کندهار ولايت د مطبوعاتي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

د نوموړي د وژل کېدو مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د ټولنيزو شبکو فعالان وايي، چې کېدای شي د پېروز د وژل کېدو لامل هغه نظريات وي، چې ده د ديني امورو په اړه درلودل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x