افغانستان

د نورستان قومي مشران: که د تمیم نورستاني په اړه دولت خپله پریکړه وانه خلي، په ټاکنو کي به ګډون ونه کړي

د نورستان د ټولو ولسوالیو یو شمیر قومی مشرانو دینی عالمانو او ځوانانو په ننګرهار کی د تمیم نورستانی په ملاتړ ستره غونډه وکړه
یادو قومی مشرانو رسنیو ته یو کنفرانس په ترڅ کی د افغان دولت هغه وروستۍ پریکړه وغندله چی په ترڅ کی یی د نورستان والی او یو شمیر نورو مشرانو دندی ځنډول شوی وي
نوموړی قومی مشران وایی چی که چیری افغان دولت خپله وروستۍ پریکړه وانخلي دوی به په ټاکنو کی برخه وانخلی

 

ددغو قومی مشرانو په خبره په نورستان کی دوی ته غنم رسیدلي او دوی پری په خپلو سیمو کی کلیوالی پروژی جوړی کړي
یادو قومی مشرانو وویل  چی یاد ولایت کی ټول قومونه د نورستان پر والی تمیم نورستاني ټول دی

او دوی به چاته اجازه ور نکړي چی  قومونو تر منځ نفاق رامنځته کړي

 د یادولو وړ ده چي په دی ورستیو کی افغان دولت د نورستان والی تمیم نورستانی د طبیعی پیښو په وړاندی د مبارزی مشر افاق بریالي او د کلیو پراختیا ریس دندی له دی امله ځنډولي چی ګواکی له نورستان سره په شویو شاوخوا ۳۰۰۰ ټنه عنم مرسته شوي عنمو کی درغلي شوي

زرداد شینواری

 

 {dailymotion}x1b9nmz_nunn-asia-%DA%A9%D9%87-%D8%AA%D9%85%DB%8C%D9%85-%D9%86%D9%88%D8%B1%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86%DB%8C-%D8%A8%DB%8C%D8%A7-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D9%86%D9%87-%D8%B4%D9%8A-%D9%BE%D9%87-%D9%86%D9%88%D8%B1%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%DA%A9%DB%8C-%D8%A8%D9%87-%D8%A7%D9%86%D8%AA%D8%AE%D8%A7%D8%A8%D8%A7%D8%AA-%D9%86%D9%87-%DA%A9%DB%8C%DA%96%DB%8C-%D9%82%D9%88%D9%85%DB%8C-%D9%85%D8%B4%D8%B1%D8%A7%D9%86_news{/dailymotion}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x