افغانستان

د ايران د بهرنيو چارو وزير افغان چارواکو سره د ليدو لپاره کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ غویی، ۱۳۹۶): د ایران د بهرنيو چارو وزير ډاکټر جواد ظريف د ګډ حکومت له چارواکو سره د ليدو لپاره نن سهار کابل ته رارسېدلی دی.

ښاغلی ظريف به د ګډ حکومت د بهرنيو چارو له وزير صلاح الدين رباني سره نن له غرمې مخکې کابل کې رسنيو سره خبرې وکړي.

د ايراني پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ سټراټيژيکې اړيکې ښودل شوي دي.

ټاکل شوې، چې جواد ظريف به له صلاح الدين رباني سره له ليدو وروسته نن د ګډ حکومت له مشر اشرف غني او اجراييه رئیس عبدالله سره هم وګوري.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت ليکلي، چې تمه لري د ډاکټر جواد ظريف سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې نورې هم پياوړې کړي او د مخالفينو پر ضد به دواړه هېوادونه د خپلو سرحدونو په ټينګولو کې يو بل سره مرستې وکړي.

ايران وايي، چې جواد ظريف به له افغان چارواکو سره د شاهين قول اردو د خونړۍ پېښې په اړه هم خپله غمرازي ښکاره کړي د مخالفينو د ځپلو په اړه به د ګډو هڅو په ميکانيزم خبرې وکړي.

جواد ظریف په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې دوه اونۍ وړاندې د پاکستان بلوچستان ايالت او د ايران سيستان ولايت په سرحدي سيمه کې د جیش العدل په نوم وسله والو د ايران نهه سرحدي ساتونکي وژلي وو.

ايران په دې اړه پاکستان ته خپل احتجاج کړی و او تېره اونۍ جواد ظريف په دې موضوع پاکستاني چارواکو سره د ليدو لپاره اسلام اباد ته هم تللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x