
چارواکي: جګړه د ښار تر څنډو رارسېدلې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ غویی، ۱۳۹۶):د کندوز ولايت چارواکي وايي، چې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ نښته د ښار تر څنډو رارسېدلې او اوسمهال د کندوز ښار اړوند چرخاب سيمه کې جګړه روانه ده.
د کندوز ولايت وياند سيد محمود دانش رسنيو ته وويل، چې تېره ورځ طالب جنګيالو قله زال ولسوالۍ ونيوله، امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ وکړ، خو طالبانو د نور پرمختګ په نيت خپلو بريدونو ته دوام ورکړ او اوسمهال د کندوز ښار اړوند چرخاب سيمه کې جګړه روانه ده.
محمود دانش همدارنګه زياته کړه، چې خان اباد ولسوالۍ کې هم درنه جګړه روانه ده او طالبانو د کندوز تخار لويه لاره تړلې ده.
د کندوز ولايتي شورا غړي صفي الله اميري رسنيو ته وويل، چې د نا امنيو او د طالبانو د ممکنه راتګ له امله د ولايتي شورا دفتر تړل شوی دی.
طالبانو هم ويلي، چې خان اباد ولسوالۍ کې يې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمېر پوستې يې نيولي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی جنګياليو په خان اباد ولسوالۍ کې يو شمېر پوستې نيولي، دوه ټانکونه يې ويجاړ کړي او لسو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندوز ولايت مدني فعالان اندېښمن دي، که حکومت د کندوز امنيت ته جدي پاملرنه ونه کړي، طالبان به د درېيم ځل لپاره وتوانيږي، چې کندوز ښار ونيسي.