هېموګلوبين څه شي دي ؟

ژباړن: منيب الرحمٰن رحماني

لکه څنګه چې د هېموګلوبين ماليکول د وينې دسرو حجراتو په نامه هم يادېږي د تنفسي سيسټم د غړو څخه نسجونو ته د اوکسيجن او د نسجونو څخه د کاربن دای اکسايد او يو هايډروجن اټوم د لیږد دنده لري او په همدې وخت کې وينې ته د سره رنګ وربښونکی هم همدا هېموګلوبين دي. هېموګلوبين د وينې په سرو کوروياتو کې موجود وي خو د توليد اصلي ځاي يي دهډوکو مغز او ځګر دی ، د هېموګلوبین تر ټولو مهمه دنده داده چې د اوکسيجن د سږو سره راتلو سره سم د هېموګلوبين سره تړل کېږي او د وينې ددوران د سيستم په مټ د بدن ټولو حجرو ته رسول کېږي.

د نورمال انسان په وينه کې د هېموګلوبين نورماله سويه 12-16 g/dl ده، دوينې د توليد لپاره تر ټولو مهم عنصر اوسپنه ده د نورمال انسان په بدن کې د 3-5g اوسپنه شتون لري.

د هېموګلوبین د کمی په صورت کې د بدن غړو او حجراتو ته په پوره ډول اوکسيجن نه رسېږي نو دلته په بدن کې د کم خونی د علامو ليدل پيل کېږي، د انسان بدن بې حاله ، ستړی ، د سر ګرځېدل، د پاملرنې او درک کموالی، د وېښتو تويېدل , په اساني مريض کېدل او دمريضيو په وړاندې د مقاومت کمېدل ليدل کېږي.

د خپل بدن د هېموګلوبين د سويې د پوهېدلو لپاره تاسې د خپلې وينې ټېسټ ( ازموينې) کولو ته اړتيا لري که چېرته مو د وينې د هېموګلوبين سويه تر 12g/dl کمه وه نو لازمه ده چې د اوسپنې او ويټامينونو تقويه و کړي.
لاندې خواړه او مېوې کولي شي ستاسې د کم خوني مشکل سره مرسته وکړي.

– غوښه – دچرګ سينه – غني حبوبات – لوبيا – پالک – نخود – روميان او د روميانو روب – د ماهي غوښه او داسې نور…..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.