د ماشوم په روزنه کې مهم ټکي

ژباړه : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ ماشوم ته مه وایه : په دېوال باندې لیکنه مه کوه، بلکې ورته ووایه : د کاغذ پرمخ یې ولیکه، وروسته یې په دېوال باندې نښلوم .

۲ ـــ مه وایه : پاڅېږه، ککړه او ګډه وډه کوټه دې پاکه او منظمه کړه، بلکې ووایه : خوښېږي دې، چې د یو بل په مرسته کوټه منظمه کړو، ځکه پوهېږم، چې له نظم سره ډېره زیاته مینه لرې .

۳ ـــ مه وایه : چې لوبې دې پای ته ورسوه او درس ولوله، ځکه درس لوستنه ډېره مهمه ده. ووایه : که چېرې درسونه دې په غوره توګه پای ته ورسوې، نو په ګډه به لوبې وکړو .

۴ ـــ زموږ هره خبره او هره کړنه به زموږ د ماشوم پر شخصیت باندې ډېره زیاته اغېزه ولري .

۵ ـــ زموږ د ماشوم چلندونه، زموږ د کړنو انعکاس دی .

۶ ـــ تل خپل ماشوم ته په درندو نومونو غږ کوئ، لکه : ښاغلی احمد، آغلې شکریې، د مور نازولیه، زما کوچنۍ فرښتې او نور …

۷ ـــ لږ تر لږه په ورځ کې یو ځل دې خپل ماشوم ته دا جمله ووایه : پرما ګرانه، زه ستا په شتون باندې ویاړم .

۸ ـــ خپل ماشوم ته له یوه مېلمه څخه زیات درنښت ولره او شخصیت ته یې ارزښت ورکړه.

۹ ـــ په خپل ماشوم باندې باور ولره، ترڅو هرڅه دې، چې نه خوښېږي، هېڅکله یې ترسره نه کړي .

۱۰ ـــ تر هر څه وړاندې، له خپل خاوند سره دې هره ستونزه، د رونیزو تګلارو پرمټ حل کړه .

۱۱ ـــ له خپل ماشوم سره دې د خبرو کولو له پاره، ډېر وخت په پام کې ونیسه او له خپل اووه کلن څخه کم عمره ماشوم څخه ډېره کمه لرې واوسه .

۱۲ ـــ د ماشوم په وړاندې دې باید له خپل خاوند سره د هر وخت په پرتله اړیکه ډېره ښه وي .

۱۳ ـــ له خپل ماشوم سره دې د زړه له کومې مینه وکړه او دا مینه دې تل څرګنده کړه .

۱۴ ـــ له دیارلس کلنۍ څخه وروسته، د خپل ماشوم مسؤولیتونه ورو ورو، هغه ته ور په غاړه کړه .

۱۵ ـــ هڅه وکړه، چې خپله او د خپلې کورنۍ اړیکه له الله (ج) او دین سره لا پسې ټینګه کړې . دینداره او په اسلامي عقیده سمبال اولادونه ډېر کم د خپل ژوند تګلوری د ناروا کارونو په لور کږوي .

۱۶ ـــ د خپل ماشوم تېروتنې وبښه او هغه ته د بېرته را ګرځېدو موکه ورکړه، ترڅو د رازونو محرم یې واوسې . حتا کله وخت د خطرې منلو او تېروتنې کولو موکه هم ورکړه .

۱۷ ـــ هره ورځ دې له خپل ماشوم سره لوبې وکړه او د لوبې په منځ کې لږ زیات وخاندئ.

۱۸ ـــ له خپل ماشوم سره د پلي مزل کولو له پاره ځانګړې ورځې وټاکئ .

۱۹ ـــ د خپل ماشوم له پاره، د رښتینولۍ، امانت دارۍ او په خپلې غوسې باندې د کنټرول بېلګه واوسئ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د