زه او سخت دریځي

ابو یاسر افغان
د نني عصر د جګړو په قاموس کې، چې د امریکا په مشرۍ د نړیوال کفر لخوا ترتیب او د واتیکان، تل ابیب او وروسته بیا د سپیني ماڼۍ لخوا پرې کره کتنه شوی، امضاء شوی او توشیح شوی دی، د سخت دریځۍ او سخت دریځو باب یې ټول په اسلام راڅرخي، غرب او لاسپوڅي یې په یوه خوله وایي چې سخت دریځي هغه حرکتونو ته وایي چې کوم زموږ د استعماري او استثماري حرکتونو او پالیسیو پرضد پیل کیږي، زه د خپلې خبرې د ثبوت لپاره همدومره ویل کافي ګڼم، چې نن ورځ ټول کفار او منافقین په یوه صف کې ولاړ دي، خپلو ظلمونو او وحشتونو ته یې پام نه دی، نړۍ یې د عامه تباهۍ د وسلو په جوړولو یې د هلاکت په څنډه درولی، مګر دوی یواځې هغه څه ته تروریزم وایي، چې د دوی د ظلم او تجاوز مخالفت په کې وي، معلومه خبره ده که هغه نظامي حرکت وي لکه د نړیوالو جهادي ډلو فعالیتونه او که هغه دیني یعني د تعلیمي برخې حرکت وي لکه د دیني مدارسو تدریسي فعالیتونه، همدغه ډول سیاسي حرکتونه لکه د اخوان المسلمین حرکت او که خیریه بنسټیز او د بیا رغونې هڅې وي لکه د اسلامي خیریه مؤسساتو مرستې د فقیرانو او محتاجو خلکو سره، دا ټول حرکتونه ځکه سخت دریځي بلل کېږي، چې د امریکایي سانسور او حکم نه سرغړونه کوي، په لنډو ټکو یې که ووایم نو: د امریکا په مشرۍ د نړیوال کفر په ډیکشنرۍ کې د نن ورځې سخت دریځي عبارت دی د سوچه اسلامي حرکتونو څخه، مطلب که هر څوک په هره بڼه اسلام او مسلمانانو ته خیر رسوي، هغه سخت دریځه دی او باید له مخی لری شي!!

د پورتني لنډ وضاحت نه وروسته به ووایم چې زه ولې سخت دریځه شوم:

زه ځکه سخت دریځه شوم چې زما په خلاف د نړۍ ټولو کفارو شیطاني اتحادیه جوړه کړه تر څو ما د دنیا له مخی ورک کړي او دوی ته د خپل شیطانت مخه خلاصه شي، زه ځکه سخت دریځه شوم چې زموږ اسلامي خاوری د کفري لښکرو لخوا اشغال شوی، ځکه چې زموږ د دین او دیني مقدساتو توهین وشو، ځکه چې زموږ مسلمانان د یهودي او صلیبي جبر ښکار شول، سخت دریځي که نظامي فعالیتونه وي، نو زه ځکه سخت دریځه وسله وال یم چې د غرب کفري لښکرې زموږ ځمکو ته مسلحې داخلی شوي، د جنګونو یوه نه شلیدونکي لړۍ یې په کې پیل کړی او په هره ممکنه وسیله یې د مسلمانانو د وژلو، کمولو، بې لارې کولو او محتاج ساتلو لپاره کوششونه کړي، سخت دریځي د غربي قاموس په یوه برخه کې عبارت د جهادي حرکتونو څخه دی، نو زه ځکه سخت دریځی شوم چې ما د جهاد سپېڅلې قرآني فریضه عملي کړیده.

امریکا او متحدین یې در ګرده لګیا دي، اسلامي ځمکې اشغالوي، د مسلمانانو په اقتصادي، کلتوري، سیاسي او نظامي اړخونو فشار زیاتوي، اسلامي هېوادونه یې د تباه کوونکو وسلو د ازمایلو په لابراتوار بدل کړي، مسلمانان ښځې او ماشومان د دوی د نښې ویشتلو او ساعت تیرۍ لپاره استعمالیږي، هیڅ یو حقیقي مسلمان، اسلامي مرکز، اسلامي حرکت او اسلامي خاوره د دغې یهودي امریکا د شرارت څخه په امن نه ده، نو که اوس زه د دغو ظلمونو خلاف غږ پورته کوم سخت دریځه بلل کېږم، پس د دې لپاره چې زه د غرب د شیطانتونو، ظلم او نارواو نه خلاص شم، د اسلامي جهاد سپېڅلې لاره مې غوره کړی کوم چې زما دین یې ماته حکم کوي، که دغه سخت دریځي وي، نو ویاړم چې یو سخت دریځه اسلام پال یم، نه شیطان پرست، بزدله، غلام، محکوم او کفر پلوی غرب پال او ډیموکرات؛ په نړۍ کې د سر لوړي ژوند، آزاد حرکت، خپلواک نظام او منل شوي عظمت درلودل زموږ حق دی، غرب څه کاره دی چې د خپل شیطانت او رذالت لپاره زموږ په چارو او ځمکو کې مداخله کوي، همدا چې زه د غرب غلامي نه منم، اسلامي شرعي نظام غواړم او اسلامي تګلاره باندې تګ غواړم، غربي او شرقي کفار ما نه شي زغملې، نو د دې لپاره چې په زوره مې د کفر غلامۍ ته مجبور، د خپل حق نه محروم او د ابد لپاره محکوم کړي، لومړی راباندې د سخت دریځه، تروریست او باغي نوم ږدي، بیا راپسې لوی پوځونه، درنې وسلې او وژونکي آلې راوړي چې زما د آزادي خوښي فکر سزا ماته راکړي، همدا اوس چې ټوله اسلامي نړۍ د امریکا او یهودو تر نظامي او فکري استعمار لاندې ده، خپل هر ظلم او ناروا ته جواز برابروي، مګر دا چې ما پیژندلي، له حیثیت او اهدافو څخه یې خبر یم، غلامي یې نه منم او پرضد یې د جهاد مقدسه تګلاره غوره کوم، زه سخت دریځی او تروریست بلل کېږم؛ پس که د ظلم او اشغال، د کفر او شیطانت، د کفري دسیسو او سیاستونو خلاف حرکت ته سخت دریځي ویل کیږي، زه سخت دریځه یم، سخت دریځي زما لپاره ویاړ او فخر دی، د ژوند تر پایه پورې به همدغه فکر او تګلاره پرینږدم.

ان شاءالله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د