افغانستان

ارګ: د داعش مشر په ننګرهار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ غویی، ۱۳۹۶):ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په افغانستان کې د داعش ډلې مشر عبدالحسيب د ځانګړو افغان ځواکونو په بريد کې له خپلو نورو وسله‌ والو سره وژل شوی دی.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، عبدالحسيب له خپلو يو شمېر ملګرو سره د غوايي په اوومه وژل شوی و، خو حکومت په دې اړه له پلټنو وروسته په ډاډ وايي، چې د داعش مشر وژل شوی دی.

ارګ وايي، چې وژل شوي مشر پر سردار داود خان پوځي روغتونو او د هېواد په نورو سيمو کې د بريدونو او چاودنو امرونه کړي وو، د ګڼو دولتي چارواکو او ولسي خلکو په وژنه کې ښکېل و.

تېره مياشت کابل کې پر سردار داود خان پوځي روغتون د بريد پر مهال بريدګر د ډاکټرانو له يونيفورمه په ګټې اخيستو روغتون ته ننوتي وو او د څو ساعتونو په ترڅ کې يې لسګونو ډاکټرانو او ناروغانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د دغه بريد پړه داعش منلې وه.

حکومت په داسې حال کې د عبدالحسيب د وژلو مسووليت منلی، چې د تېر اپرېل په ۲۸ د امريکا دفاع وزرات پنټاګون هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو د عبدالحسيب لوګري د وژل کېدو خبر ورکړی و.

پنټاګون ويلي و، چې افغانستان لپاره د داعش مشر له خپلو ملګرو سره په د امريکايي او افغان ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې وژل شوی دی.

داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو د افغانستان ولسي جرګې کې د ننګرهار د خلکو استازي د داعش پر ضد د افغان حکومت او امريکايي ځواکونو عمليات نمايشي بولي.

د ولسي جرګې غړي حاجي عبدالظاهر قدير، حاجي حضرت علي او يو شمېر نورو وکيلانو د جرګې په وروستۍ غونډه کې تور پورې کړی و، چې امريکا د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ د نړۍ تر ټوول  ستر بم د «بمونو مور» غورځولی، خو يو داعش يې هم نه دی وژلی.

ښاغلي قدير وويل، چې چپرهار ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو جګړه وه، خو امريکايي ډرون پر طالبانو بريد وکړ او داعش ته يې د پرمختګ زمينه برابره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

ټول چیغی وهی شعارونه ورکوی جتی د کابل غلامان ( ظاهر قدیر او نور ) وکیلان او ریسان وایی چه داعشیان حتی په عراق او سوریه کی د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو د پاره امریکا رامنځته کړی د سعودی عیاشو پاچاهانو ورسره مرسته کړی یعنی یی د سوریی او عراق سلفیان یی په داعشیان بدل کړل لکه مصر کی چه یی سلفیان د السیسی یهودی واک کی ورکړل او د اخوانیانو منتحب او په اکثریت ټاکل شوی حکومت ته یی په ډیر وحشت سقوط ورکړو ، افغانستان او نورو هغو اسلامی هیوادو کی یی هم ځانګی پرانستلی ، مشر… نور لوستل »

محمد حذیفه

اول خو اسلام علیکم له سلام نه وروسته اجازه راکړی چی زه ددی خبر د نشریدو سره په ارتباط دداعش په هکله خپل تبصره په لاندی کرښو کښی وکاږم ګوری محترمو دداعش د راپیداکیدلو علت که نور څوک هرڅه بولی خو عمده علت یی چی امریکایانو یی مینځ ته راتګ ته زمینه سازی وکړه هغه د طالبانو او القاعدی د له منځه وړلو لپاره ترینه استفاده کول دی ځکه دا دکفارو او په اوس وخت کښی د امریکایی صلیبیانو له اوله همدا پلان ده چی کله د یوی مسلمانی ډلی د ټکولو او له مینځه وړلو نه په مستقیمه توګه… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x