افغانستان

وردګو کې د اربکي قومندان په ډزو ټپي شوي محصل ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ غویی، ۱۳۹۶): د ميدان وردګو اوسېدونکی او د پوهنتون محصل حامد چې تېره اوونۍ د اربکيانو له ځايي قومندان نجيب سره يې موټر ټکر شوی و، له پېښې وروسته يې پر حامد ډزې وکړې او د خلکو په مخکې يې وډباوه.

د وردګو اوسېدونکی او د الجزيرې ټلويزون خبريال ولي الله شاهين د عيني شاهدانو له خولې وايي، چې د حامد او قومندان نجيب موټر له ټکر وروسته قومندان نجيب له موټره راکوز شو، حامد يې په ځيګر په ډزو وویشت، د نجيب ساتونکی راغی پر حامد يې بل ډز هم وکړ او په ټپي حالت کې يې په پر سر په لغتو هم وواهه.

شاهين وايي، چې قومندان نجيب او ساتونکو يې د سيمې خلکو ته ګواښ وکړ، چې څوک به يې ترې خلاص کړي.

حامد چې د وردګو پوهنتون د کرهنې فاکولتې محصل و، پنځه ورځې د کابل په وزير اکبرخان روغتون کې بستر و، له دوو عملياتو وروسته هم په هوښ رانغی او تېره ورځ يې په روغتون کې ساه ورکړه.

ولي الله شاهين دا هم وويل، چې د ميدان وردګو يو شمېر چارواکي د قومندان نجيب تر شا ولاړ دي او د ده د ژغورلو هڅه کوي.

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې د پېښې پلټنه يې پيل کړې او که روښانه شي، چې حامد رښتيا هم د قومندان نجيب په ډزو وژل شوی، نوموړی به محکمې ته معرفي کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د وردګو په ګډون د هېواد په ګڼو برخو کې اربکيان له خلکو سره دغه ډول چلند کوي، بلکې تر دې وړاندې هم دغه ډول پېښې ډېرې شوي، خو حکومت تراوسه د يو جنايتکار د نيولو هڅه هم نه ده کړې.

د هېواد په ګڼو برخو کې خلک د اربکيانو له چلنده شکايتونه کوي، چې له خلکو په زوره باج اخلي، خلک ځوروي او په ځينو سيمو کې د خلکو ناموسونو ته هم سپکاوی کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x