
غزل/ سعادت خان
سعادت خان
د ستا وصال ته د ژوندون لارې اوږدې ځاروو
په نعمتو د جهان ډکې قافلې ځاروو
د زړه په تخت مو حاکم کړی ستا راکړی انداز
په اشارو دې یاره خپلې ارادې ځاروو
ستا په ديدار به د اوږدې مودې خمار ماتوو
په انتظار زمونږ ولاړې میخانې ځاروو
په هر ګړنګ به مو یادګار د قربانۍ پاتې وي
چنار ځوانۍ به له جومات او مدرسې ځاروو
چه مو ديدن پکې د ستا د تورو سترګو وشي
سپين صباوون له داسې تکې تورې شپې ځاروو
دنیا مو ترک کړه سعادته په بدل د مینې
نورو ته نه ګورو ښکلا یې له نامې ځاروو