افغانستان

طالبانو د کندهار د مطبوعاتي سلاکار د وژلو مسووليت ومانه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ غویی، ۱۳۹۶): طالبان وايي، چې تېره ورځ يې د کندهار ولايت مطبوعاتي سلاکار په يوه چريکي بريد کې وژلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې عبدالغفور پېروز د کابل ادارې د فعال کارمند ترڅنګ په اسلامي ټولنه کې د الحاد او له شرعي احکامو د انکار فکرونه خپرول او «خلک يې د امريکا غلامۍ ته رابلل»

طالبانو ويلي، چې د عبدالغفور پېروز په وژلو يې ټولو هغو کسانو ته هم ګواښ کړی، چې د استخباراتو او پرديو په لمسون افغاني ټولنه کې د اسلام او عالم له ادرسه ناسم او تحريف شوي افکار خپروي.

طالبانو ګواښ کړی، چې ټول هېواد کې د دغه ډول خلکو ټول فعاليتونه په ټينګه څاري او د اسلام د مبارک دين په اړه به د هېچا ګستاخي ونه زغمي.

عبدالغفور پېروز د زابل ولايت اوسېدونکی و، ديني زده‌کړې يې د پاکستان په مدرسو کې کړې وې، په لومړيو کې د حنفي مذهب پېرو و، د وخت په تېرېدو يې هغه افکار ومنل، چې ديني عالمان يې بې لاري او الحاد بولي، خو پېروز به تل په خپلو څرګندونو کې د تجديد يادونه کوله.

عبدالغفور پېروز له فکري پلوه د پاکستان د يوه سکالر جاويد غامدي پلوی و.

نوموړی له تېر يوه کال راهيسې د کندهار ولايت مطبوعاتي سلاکار هم و او وخت پر وخت به د روان وضعيت او پېښو په اړه ځانګړی نظر درلود، چې ځينو نورو افغانانو په دينۍ او الحاد تورناوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x