د نن سرلیکنه

منفور، فاسد او لاسپوڅی حکومت

نن ټکی اسيا سرليکنه

واشنګټن ټایمز امریکايي ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د کابل حکومت او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت په اړه یولړ څرګندونې کړې دي.

په یادو څرګندونو کې یې د ملي یووالي حکومت ، یومنفور، فاسد او لاسپوڅی حکومت یاد کړی.

واشنګټن ټایمز لیکلي چې ټول افغانستان د یوه امریکايي وژل شوي سر تیري د هډوکو ارزښت نه لري ؛ ځکه هلته مونږ ۱۶ کاله پوځي ماموریت تر سره کړ او په هرکال کې مو ۱۲۸ میلیارده ډالره چې په ورځني حساب ۳۰۰ ملیون ډالره کیږي لګښت وکړ خو لا هم د ورځپانې په تعبیر د ښمڅې په پای کې هیڅ رڼا نه لیدل کیږي.

په داسې حال کې چې په څو راتلونکو ورځو کې به د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ماموریت په اړه وروستۍ پریکړه کوي د واشنګټن ټایمز ورځپانې دا څرګندونې ښايي د ټرمپ په پریکړې مستقیم اغیز ولري.

ځکه په یادو څرګندونو کې ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ کولای شي د اساسي قانون له مخې د افغانستان داوږدې جګړې له شره ځان بېغمه کړي.

د امریکا د اساسي قانون د (لومړۍ او ۸۸ ماده، ۱۱ فقره) پر اساس د جګړې او سولې پریکړه د کانګرس د غړیو مسؤلیت دی.

یاده ورځپاڼه وروسته تر هغه یادې څرګندونې خپروي چې دوې اونۍ مخکي د امریکا د ملي امنیت سلاکار مکماسټر او د هغه په تعقیب د امریکا د دفاع وزیر جیمیز مټیز افغانستان ته راغلل او دواړو د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو له قومندان جنرال جان نیکلسن سره وکتل.

د واشنګټن ټایمز په څیر معتبرې ورځپانې دا څرګندونې د کابل حکومت لپاره یو نوی دخطر زنګ تلقي کیدای شي ، ځکه د یاد حکومت ټوله مالي، پوځي او سیاسي اتکاء په واشنګټن دی ، دا چې د هغوی لخوا ورته د لاسپوڅی فاسد ، نالايقه ، فرقه اي ، ظالم ، درغلیز او د خيالي سرتيري لرونکي حکومت خطاب کیږي طبعا به یې اغیز هم د کابل حکومت پر چارواکو او غړیو منفي وي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکایان د کابل حکومت چارواکو ته نامناسب الفاظ کاروي ؛ بلکې تر دې وړاندې هم امریکايي او برتانوي رسنیو د هغوي په اړه له استهزاء ډاک الفاظ کارولی او د حکومت لومړي نمبر مشران یې په ډیرو سپکو نومونو یاد کړي.

تر دې چې په ۲۰۰۷ کال کې ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې یوه مقاله ولیکله چې سرلیک یې و ( پر افغانستان د خرو حکومت) خو کابل حکومت چې د اکمال مراجع یې همدا بهرنیان دی د دې جرئت نه لري چې د دوي په اړه د سپکو نومونو کار ولو په اړه ورته څه وویلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

وروره هغوی په دالرو خپل ناموس ، لور او مور ټول خرڅوې نو هېواد او پردی ناموس کومه مانا ورته لري !! دا دوعا کوه چې الله پاک دې پاکو مسلمانانو ته بری ور کړي چې له دې مرداري زمونږ جامې را پاکې کړي . ته هندي فلمو ته ګوره چې څه حماقت او فاحشه توب یې شروع کړی چې لمر او طلوع تلوېزون یې دوه وارې تکراري ښکاره کوي ! زمونږ دټولنې افغاني او پښتني کلچر را خرابه وي او ځوانان مو د فحشا او بوالهوسي لوري ته بیایې ! دغه کار بې ناموسه مذدوران او صلیبي اشغالګر شعوري… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x