نظــر

د ننګرهار اسلامي پوهنتون پېژندنه!

ننګرهار پوهنتون

د ننګرهار پوهنتون د بنسټ ډبره د وخت د غوښتنو او د هېواد د ځانگړو شرايطو په پام کې نيولو سره په (١٣٤٢) لمريز کال د تلې په (١٧) نېټه د سهار په اووه نيمو بجو د ملت د بابا ارواښاد محمد ظاهر شاه د پاچاهۍ په دور کې د دولت د لومړي وزير ارواښاد ډاکټر محمد يوسف خان د صدارت په مهال د وخت د معارف د وزير ارواښاد
علي احمد (پوپل) له خوا د جلال آباد ښار د شيشم باغ په سيمه کې کېښودل شوه.

اوس مهال دغه پوهنتون د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد شمال لويديځ لور ته د۱۱ کيلو متره په فاصله د کابل- جلال اباد په لويه لاره د درونټې په سيمه کې موقعيت لري.

په لومړي ځل په دغه پوهنتون کې د طب پوهنځي په علمي فعاليت پيل وکړ، ددې پوهنځي په اتو څانګو( اناتومي، هستولوژي، فزيالوژي، رياضي، انګليسي، فزيک، کيميا او بيولوژي ) کې د اتو تنو مجربو استادانو له خوا (٤٨) تنو محصلينو ته په پښتو ژبه تدريس پيل او تر څنګ يې انګليسي ژبې ته هم ځاى ورکړل شوی و.

کله چې محترم ګلزار(اميني) د پوهنتون رئيس و، په کال (١٣٥٧) کې د طب پوهنځي تر څنګ د انجينري، کرنې او ښوونې روزنې پوهنځي هم تاسيس شول؛ چې وروسته بيا د پوهنتون د پرمختيايي پلان سره سم (١٣٦٢) كال کې د ژبو او ادبياتو او اقتصاد پوهنځي، په کال (١٣٧١) کې د حقوقو او سياسي علومو او شرعياتو پوهنځي، په کال (١٣٧۲) کې د وترنري علومو پوهنځى، په کال (١٣٩٠) کې د ساينس او کمپيوټر ساينس پوهنځي، او په (١٣٩١) کال کې د ژورنالېزم او عامه ادارې پوهنځي تاسيس شول، چې اوس مهال د دغه پوهنتون په چوکاټ کې ديارلس (١٣) پوهنځي فعاليت کوي چې عبارت دي له ( طب، انجنيري، زراعت، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد، حقوق او سياسي علوم، وترنري علوم، شرعيات، کمپيوټر ساينس، ساينس، ژورنالېزم او عامه ادارې) پوهنځيو څخه، چې ټولټال په (٧١) ديپارتمنتونو او څانګو کې استادان خپل علمي فعاليتونه ترسره کوي.

د ژبو او ادبياتو پوهنځی

د ننګرهار پوهنتون لومړنى رئيس ګلزار اميني، بيا په ترتيب سره ډاکتر خان محمد وزيري، پوهاند غونچه ګل حبيب صافى، پوهندوى نظير حبيبي، ولي زار، استاد ملنګ، ډاکتر فضل محمد ابراهيمي، مولوي عبدالرحيم، مولوي عبدالرشيد شينوارى، سرور صديقمل، قاضي محمد امين وقاد، پوهندوى ډاکتر عبدالقدير فضلي، ډاکتر امان الله حميدزى، دوکتور محمدصابر او اوسنى رئيس يې پوهنوال دوکتور محمدطاهر عنايت دى.

پوهنتون يو ستراتيژيک پلان لري، چې په کې د دې پوهنتون معرفي، لرليد، ظرفيتونه، ستونزې، ننګونې او ځينې نور مفاهيم ځاى پر ځاى شوي دي، چې د دغه پلان له مخې پوهنتون (١١٦) هکټاره ځمکه لري، چې همدا اوس (٤٥) هکتاره يې د پوهنتون په واک او نوره يې د ځينو لاملونو له مخې خلکو نيولې ده.

ننګرهار پوهنتون درې معاونيتونه لري، چې پدې ډله کې د علمي، اداري او محصلانو چارو معاونيتونه شامل دي.

اداري اړخ:

ددې پوهنتون اداري او مالي چارو معاونيت پورې د پوهنتون ټولې اداري او مالي چارې اړه لري، دمګړۍ دغه معاونيت د (٤٠٦) تنه کارکوونکو درلودونکې دى، چې ددې جملې څخه (٢٢١) تنه مامورين (١٨٥) تنه اجيران دي.

د اداري چارو تر معاونيت لاندې اړونده امريتونه او لوى مديريتونه فعاليت لري، چې عبارت دي د اړيکو او عامه پوهاوي امريت، بشري سرچينو آمريت، د تهيه تدارکاتو او خدماتو آمريت، د مالي او حسابي چارو آمريت، د پوهنتون روغتيايي کلنيک آمريت، د کتابتون او معلوماتي تکنالوژۍ آمريت، د ليليې عمومي مديريت او د پوهنتون کادري روغتون سرطبابت اړه لري.

علمي او اکاډميک اړخ:

١٣ ګوني پوهنځي، د استادانو چارو امريت، د علمي څېړنو امريت او د کيفيت د تضمين آمريت د پوهنتون د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې خپل اکاډميک فعاليتونه پرمخ بيايي.

د ننګرهار پوهنتون په (١٣) ګونو پوهنځيو کې (٧١) څانګې علمي فعاليت کوي، چې د طب په پوهنځي کې (٢٤) څانګې، انجينري پوهنځي (٣)، کرنې پوهنځي (٥)، د ښوونې او روزنې پوهنځي کې (٨)، د ژبو او ادبياتو پوهنځي (٦)، اقتصاد پوهنځي (٤)، حقوقو او سياسي علومو پوهنځي (٢)، وترنري علومو پوهنځي (٤)، شرعياتو پوهنځي (٤)، ساينس پوهنځي (٥) ، کمپيوټر ساينس پوهنځي (۳) او د ژورناليزم پوهنځي (٣) څانګې لري او د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى به په راتلونکې کې (٣) څانګې ولري.

په دې څانګو کې د تشکيل له مخې ټول (٤٧١) تنه استادان په علمي او اکاډميکو فعاليتونو بوخت دي، چې له دې جملې څخه (٢٠) تنه يې ښځينه او (٤٥١) تنه يې نارينه دي. د علمي درجې له مخې (٢١) تنه يې ډاکټران، (١٥٣) تنه يې ماسټر او (٢٩٧) تنه يې د ليسانس په کچه تحصيلات لري.

همدارنگه د علمي رتبې له مخې (١٧) تنه يې پوهاند، (٢٢) تنه يې پوهنوال، (٨٣) تنه يې پوهندوى، (٨٨) تنه يې پوهنمل، (٦٤) تنه يې پوهنيار، (٨٩) تنه يې پوهيالي او (٤) تنه يې نامزد پوهنيار، (٤) تنه نامزد پوهنمل او (٥٧) تنه يې نامزد پوهيالي دي.

ددې پوهنتون زياتره استادان د معلوماتي تکنالوژۍ څخه برخمن دي او د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د ناټو پروژې هم کار کوي.

ددې پوهنتون د استادانو له خوا وخت په وخت علمي سيمينارونه، ورکشاپونه او سمپوزيمونه جوړ شوي، چې استادان او محصلان ورڅخه په زړه پورې ګټه اخلي. د محصلينو د ښې ښوونې او روزنې په خاطر په ځينو پوهنځيو کې د علمي مصروفيتونو زمينه برابره شوې ده؛ همدارنګه د انټرشيپ پروګرامونه، بېلابېلو انجيوگانو، د ولايت مقام ، DPK, USAID د همكاريو څخه هم په زړه پورې ګټه اخيستل کېږي.

دا پوهنتون د امريکا د سياندياگو، اريزونا پوهنتونونو، د آلمان د بوخم پوهنتون او د آلمان د برلين د تخنيکي پوهنتون سره علمي اړيکې او همکاري لري.

ددې پوهنتون په پنځو فاکولتو ښوونې او روزنې، حقوق او سياسي علوم، اقتصاد، شرعيات او د ژبو او ادبياتو په پوهنځيو کې د شپې پوهنځيو برنامه جريان لري چې نږدې درې زره تنه پکې په زده کړو بوخت دي.

په دې پوهنتون کې د معلوماتي تکنالوژۍ (ITCN) څانګه په کال (١٣٨٩) کې فعاله شوه، چې د مجهزو وسايلو په درلودلو سره استادان او محصلين ترې ګټه اخلي.

د ماسترۍ او دوکتورا برنامې:

ننګرهار پوهنتون دمګړۍ په دريو پوهنځيو کې د ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونه لري، چې وضاحت يې په لاندې توګه دى:

١- د شرعياتو په پوهنځي کې د ماسترۍ دوه برنامې.

٢- د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ماسترۍ پروګرام.

٣- د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو څانګې د ماسترۍ پروګرام .

چې په پورته څلور واړو دورو کې ١١٦ تنه محصلين چې پنځه تنه يې نجونې دي، په زده کړو بوخت دي.

٤- د شرعياتو پوهنځي د دوکتورا پروګرام چې په پام کې ده، لس تنه به پکې ونيول شي، تدريسي چارې يې د شروع کېدو په حال کې دي.

د محصلانو چارو معاونيت:

د محصلانو چارو معاونيت د محصلانو اړونده چارې پرمخ وړي او د دغه معاونيت لاندې د محصلانو چارو آمريت، د سپورت او بدني روزنې امريت فعاليت لري.

د ننګرهار پوهنتون په (١٣) ګونو پوهنځيو کې ټول ( ١٤٥٥٠) تنه محصلين په زده کړه بوخت دي، چې (١٢٦٥)تنه يې نجونې دي.

له دې جملې څخه (٢٥٤٢) تنه ليليه دي، چې (١١٣) ښځينه او (٢٤٢٩) تنه نارينه محصلين په ليليو کې اوسېږي.

د پوهنتون محصلين په مرکزي، ښوونې او روزنې، کمپيوټر ساينس او د طب پوهنځيو په ليليو کې اوسېږي.

په دې پوهنتون کې د محصلېنو د تفريح او ورزش په خاطر د ورزش درې ميدانونه شته، چې د پوهنتون د لوبغالو او شاوخوا سيمې سرسبزۍ پوهنتون ته ځانګړې ښکلا وربخښلې ده.

د دې تر څنګ د پوهنتون د محصلانو د نظم او ښه تنظيم په خاطر د محصلينو اتحاديه هم فعاليت لري. پوهنتون يو لوى کتابتون لري، چې په زرگونو کتابونه په کې ځاى پر ځاى شوي دي، ددې تر څنګ هر پوهنځى د خپلو مسلکي اړتياوو په اساس اړونده کتابتون لري.

د پوهې علمي مجله ددې پوهنتون رسمي، علمي او څېړنيزه خپرونه ده، چې په کال کې څلور ځلې په خپل ټاکلي وخت چاپېږي.

د ننګرهار پوهنتون اړونده پوهنځي

۱- طب پوهنځى:

نوموړی پوهنځى په ١٣٤٢ کال کې د لومړي ځل لپاره د پوهنتون په چوکاټ کې جوړ شوى ، لومړنى رئيس يې پوهاند سيدعبدالقادر بها ؤ، وروسته په ترتيب سره هر يو محترم پوهاند ميرشرف الدين انصاري، عبدالله واحدي، کرام الدين کاکړ ، پوهاند شيرزاد يعقوبي، پوهاند سيدحسين بها، پوهنيارعبدالکريم فکور، پوهنوال محمدظاهر ظفرزى، پوهندوى محمدعارف غضنفري، انجېنرمحمود، مولوي محمديوسف، مولوي عبدالواحد او پوهندوى اسدالله شينوارى د نوموړی پوهنځی د رياست چاري پرمخ بيولې، چې اوس مهال پوهنمل محمد خالد يار د ياد پوهنځي د رياست دنده په غاړه لري .

د طب پوهنځی د خپل فعاليت له لومړۍ ورځې څخه را پدې خوا د کوزې پښتونخوا لپاره هم زيات شمېر ډاکټران روزلي دي.

د محترم صفدرصديقي په مسلکي پوهې او د MIC په مالي مرسته طب پوهنځي د يو غنې کتابتون څښتن شو، چې د اوه زره (٧٠٠٠) په حدودو کې علمي او مسلکي کتابونو درلودونکې دی. طب پوهنځی د محصلينو د هستوګنې يوه ودانۍاو خوړنځی لري. د پوهنځی د نوی ودانۍ ډبره د لوړو زده کړو وزير پوهاند دکتور عبيد الله عبيد په لاس کېښودل شوه چې په نږدې راتلونکې کې به يې په جوړولو پېل وشي.

په ١٣٤٨ کال کې د طب پوهنځى د محصلېنو دښې روزنې په خاطر يو کادري روغتون هم ايجاد شو ، په هغه وخت کې يې درې ودانۍ درلودې چې د ماشومانو جراحي ، نسايي او ولادي، داخله ، غوږ، ستوني، عقلي او عصبي څانګو کې ديوې ښځينه ډاکټرې په شمول ١٢ تنو ډاکټرانو کار کاوه ، چې اوس مهال په کې د وينې بانک، مجهز لابراتوارونه او د نوېو زېږېدونکو ماشومانو وارډ هم شتون لري.

دمګړۍ ياد پوهنځى ٢٤ څانګې لري، چې له : قلبي او هضمې سيستم امراضو ، اندوکراين او هيماتولوژي، تنفسي او روماتيزم، انتان او توبرکلوز، جراحي، يورولوژي، اورتوپيدي او د عصابو جراحي، جراحي اطفال او انستيزي، اطفال، غوږ اوستونې، سترګې، نسائې ولادي ، راديو لوژي، عقلي عصبي، جلدي، اناتومي، صحت عامه، وقايوي طب، فارمکالوژي، هستوپتالوژي او بيوشيمي، فزيالوژي، مايکروبيالوژي، عدلي طب او د بيزيک ساينس څانګو څخه عبارت دي. چې د ١١٣ تنو استادانو لخوا پکې ١٠٠٥ تنو محصلېنو ته درس ورکول کېږي.

ياد پوهنځی تردې دمه په ٤٦ دوروکې ٣٥٢٤ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي، چې ٢٢٢ يې نجونې دي.

۲- انجينرۍ پوهنځى:

د انجينرۍ پوهنځى په ١٣٥٧ هجري لمريز کال د پوهنتون د پراختيايي پلان له مخې جوړشوى، ددې پوهنځي لومړنی رئيس پوهندوى سخى جان ؤ ،او بيا په ترتيب سره هر يو محترم پوهندوى نثاراحمد نثار، روزالدين دانشمل ، پوهندوی داکټر عبيدالله رحمتى، پوهندوى گل حکيم شاه سيدى ، پوهندوی محمد اسحق رازقي، پوهنمل نجيب الله مياخېل او پوهنمل انجينررحمان راحل د نوموړی پوهنځی د رياست چاری پرمخ بيولې، اوس مهال پوهاند عارف الله (مندوزى) د ياد پوهنځی د رياست دنده په غاړه لري.

دا پوهنځى د سيول، عمومي تخنيکي مضامينو او اوبو لګولوانجينرې څانګې لري، چې ۵۴۷ تنو محصلېنو ته پکې د ٢٢ تنو استادانو لخوا زده کړه ورکول کېږي. ياد پوهنځي تردې دمه (٢٩٠٠) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

۳- کرنې پوهنځى:

د کرنې پوهنځى په (١٣٥٧) هجري لمريز کال د پوهنتون د پرمختيايې پلان له مخې جوړ شو، چې لومړى رئيس يې ارواښاد پوهندوى محمد نذير(حبيبي) ؤ، بيا په ترتيب سره هر يو پوهنيار محمد يار، پوهاند محمد آصف باورى، شمس الحق، پوهنمل مسعود نېکبخت ، مولوي محمدنبي او پوهنمل ميرحاتم نيازى د نوموړی پوهنځی د رياست چاری پرمخ بيولې ،اوس مهال پوهاند محمد آصف باوري د ياد پوهنځی د رياست دنده په غاړه لري.
دا پوهنځى د اگرانومۍ، نباتاتو حفاظه ، هارټيکلچر، حيواني علوم ، کرنيزه توسعه او کرنيز اقتصاد ، د غذايي موادو تکنالوژی او ځنګلو څانګې لرونکې دی.

د نوموړی پوهنځی هدف د کرنې د متخصصينو د روزنی له امله د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې د پرمختګ د راوړلو له کبله د خوړو خونديتوب، فقر له منځه وړل ، کرنيز تجارت او اقتصادی پياوړتيا رامنځ ته کول دي، چې دغي موضوع ته د رسيدو په خاطر پوهنځی لاندی دندی لري:

د بشری ظرفيتونو لوړول.
د عصری کرنيزې تکنالوژی پېژندنه او کارول.

د طبيعی سرچينو څخه په منظم او تلپاتي ډول د افغانانو او بشريت د ښيګڼي لپاره ګټه اخيستل.

د کرنې په برخه کې د څيړنو ترسره کول او د اړونده برخو سره يی د ګټي اخيستنی لپاره شريکول.

د کرنې پوهنځی د ښکلی او عصری ودانۍ د لرلو تر څنګ تدريسي خوني ، لابراتوارونه، د کمپيوټر لابراتوار، څيړنيز او تجربوی فارمونه او کتابتون هم لری ،او په صنفونو کې د پروجکتورونو د تکنالوژی څخه ګټه اخيستلو امکانات کاروی.

په ياد پوهنځی کې ۳۶ تنو استادانو لخوا ١٠٤٣ تنو محصلېنو ته تدريس کېږي چې د استادانو له جملي څخه يی ۲ تنه د دوکتورا او ۲۸ تنه د ماسترۍ تر کچې تحصيلې درجی لری.

دکرنې پوهنځی مشرتابه د ټولو هغو مؤسساتو او اشخاصو څخه مننه کوي چې د کرنې پوهنځی لپاره يی خپلې مرستی ندی سپمولی او د ټولو مينه والو څخه هيله من دی چې ددی پوهنځی د پرمختګ لپاره په راتلونکي کي خپلې مرستی ونه سپموی.

ياد پوهنځی تر دې دمه ٢٤٧١ تنه فارغين ټولنی ته وړاندی کړي چې د هيواد په دننه او بهر کې په لوړو پوستونو کې د دندو د ترسره کولو لپاره د خدمت جوګه دي او د کرنې د سکتور په پرمختګ کې يی بنسټيز رول لوبولی دی.

4- د ښوونې او روزنې پوهنځى:

نوموړی پوهنځى په (١٣٥٧) هجري شمسي کال د پوهنتون د پرمختيايې پلان له مخې جوړ شوى دى، لومړنى رئيس يې گل رحمن حکيم ؤ ،او بيا په ترتيب سره هر يو پوهنمل فرمان الله هېله من، پوهنيار نور علی خالد او پوهنوال فرمان الله هيله من د نوموړی پوهنځی د رياست چاری پرمخ بولې اوس مهال پوهاند ذاکره بابکرخيل د ياد پوهنځی د رياست دنده په غاړه لري.

ياد پوهنځى ٨ څانګې لري، چې د (رياضي، فزيک، کېميا، بيالوژي، پښتو، تاريخ، جغرافيې، او د مسلکي تعليماتو څانګی) څخه عبارت دي؛ چې د ٦٢ تنو استادانو لخوا پکې ٢٢٧٨ تنو محصلينو ته تدريس کېږي. د ښوونې او روزنې پوهنځي تردې دمه ٣٠٣١ تنه فارغين ټولنې وړاندې کړي دي.

5- د ژبو او ادبياتو پوهنځى:

نوموړی پوهنځى په (١٣٦٣) هجري لمريز کال د پوهنتون د پرمختيايې پلان له مخې تاسيس شوی دی، چې لومړنى رئيس يې پوهاند فيض محمد فياض ؤ، بيا په ترتيب سره هر يو پوهندوى معروف شاه شينوارى ، پوهنيار مسعود نيکبخت او پوهندوی فضل ولی ناګار د ياد پوهنځی د رياست چاری پرمخ بيولې، چې اوسمهال پوهندوی معروف شاه شينواری د رياست دنده په غاړه لري.

دغه پوهنځی د شپږو څانګو (پښتو، عربي، انګليسي، دري، هندي او جرمني ژبو) در لودونکې دى، چې د ۵۳ تنو استادانو لخوا پکې ١٧٠٠ تنو اناث او ذکورو محصلېنو ته تدريس کېږي. ياد پوهنځي تر دې دمه ١٩٧٦ تنه فارغان ورکړي دي.

6- اقتصاد پوهنځى:

نوموړی پوهنځى په (١٣٦٣) لمريز کال تاسيس شوي او لومړنى رييس يې پوهنيار سيد داؤد صميم او بيا په ترتيب سره پوهنيار محمدآصف آرزو، پوهنيار نورعلی خالد. پوهنمل نعيم جان سروري، ، پوهنمل محمد زبيرنورمل، پوهنمل ډاکټر غلام نبي بلوچ د ياد پوهنځی د رياست چاری پرمخ بيولې، چې اوس مهال پوهنمل سيد داؤد صميم ددغه پوهنځي د رياست چارې پرمخ وړی. دا پوهنځى د څلورو فعالو څانګو ملي اقتصاد، سوادګرۍ ، BBA او مالی او بانکداری لرونکې دی ، چې د ۳۰ تنو استادانو لخوا ۱۴۶۷ تنو محصلېنو ته تدريس کېږي.

په علمی برخه کې د اقتصاد پوهنځي د رور بوخم پوهنتون، جرمنی (Ruhr University Bochum , Germany) سره تواميت لری چې له نېکه مرغه د دغه تواميت څخه په ګټه اخيستنی سره د ټرينيګونو سر بېره ۱۱تنو استادانو د ماستری سندونه ترلاسه کړيدی ، د اقتصاد پوهنځی د خپل علمی اړخ د قوی کولو په خاطر هڅي کوي تر څو خپل استادان بهرنيو هيوادو ته د لوړ زده کړو لپاره واستوی چې په دی لړ کې يی ۵ تنه استادان د جرمني او ۳ تنه استادان د جاپان په هيواد کې د ماستری په درسونو بوخت دی، د يادولو وړ ده چې دوه استادان يی د جرمنی هيواد کې د دکتورا پروګرام په مخ بيايې.

د اقتصاد پوهنځی دعلمي کادر په غړوکې ۲ تنه ددکتورا ،او ۱۳ تنه دماستری په کچه استادان لري.

همدارنګه نوموړی پوهنځی په خپل چوکاټ کې د شپی پوهنځی د لوړو زده کړو د قانون او مقرراتو مطابق پر مخ بيايې. چې د همدی استادانو لخوا يې تدريسی چاری په مخ وړل کيږي.

7- شرعياتو پوهنځى:

نوموړی پوهنځی په ۱۳۷۱ لمريز کال په اسلامي علومو کې د علمي کادرونو د روزنې د يو با ثباته ، آزاد او اسلامي قضايي سيستم د پياوړتيا ، د هېواد د بچو او علماؤ د معنوي روزنې په موخه د لوړوزده کړو وزارت له خوا د ننگرهار پوهنتون په چوکاټ کې تاسيس شو ، چې لومړنى رئيس يې ارواښاد قاضي فضل الرحمن او بيا په ترتيب سره هر يو پوهندوى برکت الله تائب ، قاضي سميع الله ، پوهنوال ډاکتر دل آقا وقار، مولوي ماضي گل، پوهنوال برکت الله تائب، پوهندوى محمد شريف رحمانى او پوهندوى عبدالمجيد هدايت د ياد پوهنځی د رياست چاري پرمخ بيولې، چې دمګړۍ پوهنوال سيداحمد فاطمي ددې پوهنځي د رئيس په توګه دنده ترسره کوی.

دغه پوهنځى څلور څانگې لري له ( فقه او قانون، اسلامي تعليمات، تفسير او حديث، او اسلامي ثقافت ) څخه عبارت دي . اوس مهال په نوموړی پوهنځی کې د ماسترۍ دوه بر نامې چې يوه يې په اسلامي تعليماتو او بله يې فقه او قانون کې جريان لری .او په نږدی راتلونکې کې به د دوکتورا پروګرام هم شروع شی ، ياد پوهنځى ٤٢ تنه استادان لري چې له دی جملی څخه ۱۰ يې دوکتوران او ۲۰ تنه ماستران دی ،اوس مهال په نوموړی پوهنځی کې ١٠٤٢ تنو محصلېنو ته تدريس کيږی چې تردې دمه يې۱۴۴۳ تنه فارغين دليسانس او ۲۰ تنه د ماستری په کچه ټولنی ته دخدمت لپاره وړ اندې کړی او ۷۸ تنه يې د ماسترۍ په زده کړو بوخت دی.

8- وترنري علومو پوهنځى:

وترنري علومو پوهنځي د ننګرهار پوهنتون په پيشنهاد د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ په ۱۳۷۲ هـ ل کال د پوهنتون په چوکاټ کي تاسيس شوی دی ،لومړنی رئيس يې پوهندوی کريم الله ستانکزی بيا په ترتيب سره محترم سميع الله، پوهنمل شاد محمد همدرد، پوهندوی سيد رفيع الله حليم، پوهنمل محمدطاهر کاکړ او پوهنوال سيد رفيع الله حليم ددې پوهنځي د رياست چاری پرمخ بيولې، اوسمهال پوهنمل سيد ضياءالحق بنوري د نوموړی پوهنځی د رئيس په توګه دنده ترسره کوی. ، د زده کړی دوره يې پنځه کاله ده چي مضامين يي د پوهنځي د خاصو غوښتنو او اهدافو په اساس د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو له مخې په نظري او عملي توګه تدريسيږي.

په ياد پوهنځي کې د پرازيتولوژي، اناتومي او هستولوژی او بکتريالوژي لابراتوارونه ، تدريسی کلينيک او د حېواناتو فارم هم شته دی، ددې تر څنګ د پوهنځي په ودانۍ کې يو فعال کتابتون هم وجود لري چې ۳۰۰ جلده علمي کتابونه پکې شتون لري.

همدارنګه د نوموړي پوهنځي په پنځو صنفونوکي ۳۷۴ تنه محصلين په زده کړوبوخت دي چې له دې جملي څخه ۵ تنه اناث ۳۶۹ تنه ذکور دي ، په ۱۶ دورو کې يې ټول ۶۲۸ تنه ذکور محصلين فارغ کړي دي .

اوس مهال د ۲۶ تنه باتجربه استادانو لخوا په ياد پوهنځي کې د تدريس چار ې پرمخ وړل کيږي چې ۱۴ تنه ماستر او ۱۲ تنه يې د ليسانس تحصيلي درجو لرونکي دي ، چې له دې جملې څخه يې ۳ تنه په جاپان، ۳ تنه په قزاقستان،۱ تن په پاکستان او ۱ تن په کابل کې د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي.

9- د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى:

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى په (١٣٧٢)لمريز کال د منطقوي شرايطو په پام کې نېولو سره تاسيس شوى دى. لومړنى رئيس يې پوهندوى الحاج برکت الله او بيا په ترتيب سره هر يو محترم پوهنمل منگل شېرزاد، مولوي محمد قابل ،پوهنيار ميرويس احمدزى، پوهنمل نقيب الله ثاقب او پوهندوى شـيرعلي امن د رياست چاری پرمخ بيولې، اوسمهال پوهندوى نقيب الله ثاقب د رياست دنده په غاړه لري.

دغه پوهنځى د اداره او ډيپلوماسي او قضاء او څارنوالي څانګو لرونکې دی . په دې پوهنځی کې د۲۳ تنو استادانو له خوا ۱۱۷۲ تنو محصلېنو ته په سهارني او مازيګرني پروګرامونو کې زده کړه ورکول کيږی چې لدی جملي څخه يی ۴۷ اناث دی. له دې پوهنځی سره د DPK او ILF او گلوبل رايټس مؤسسې همکاري لري. ياد پوهنځي تردې دمه ۱۲۷۴ تنه فارغان ټولنې ته وړاندې کړي چې ۲۹ پکې اناث دی.

۱۰- کمپيوټرساينس پوهنځى:

نوموړی پوهنځی په ۱۳۹۰هـ ش کال له يو ديپارټمټ څخه چې د انجينري پوهنځي مربوط ؤ پوهنځي ته ارتقا وکړه، دمګړۍ د ۳ څانګودرلودنکې دی چې عبارت دی له (سافټ وير انجينرنګ، نيټ ورکينګ او کميونيکيشن، او د ډيټابيس او انفارميشن سيستم څانګو) څخه، چې د ١٥ تنو استادانو لخوا پکې ٤٩١ تنو محصلېنو ته تدريس کېږي. د کمپيوټرساينس پوهنځی د برلين د تخنيکي پوهنتون سره تواميت لري. ياد پوهنځي تردې دمه ٣٦٩ تنه فارغين ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

۱۱- ساينس پوهنځى:

نوموړی پوهنځی په ۱۳۹۰ کال تاسيس شو لومړنی رئيس يې پوهندوی محب الرحمن جنتي دى چې لاهم د رياست دنده پر غاړه لري. دغه پوهنځى ٥ څانګې لري، چې د (رياضي، فزيک، کېميا، بيولوژي او جيولوجي معادن) څانګو څخه عبارت دي.

د نوموړی پوهنځی لپاره د جرمنی د وردز بورګ پوهنتون د DAAD مؤسسی په مالی مرسته د فزيک ، کيميا، بيولوژی او کمپيوتر لابراتوارونه انستال او د محصلينو د ګټی اخيستنی لپاره اماده کړيدی ، په همدې توګه نوموړی پوهنځی ديو مجهز کتابتون در لرودونکې دی.

په ياد پوهنځي کې د ۲۳ تنو استادانو لخوا ۷۴۰ تنو محصلېنو ته تدريس کېږي چې ۳۵ تنه يی اناث دی ، د استادانو له جملی څخه ۱۵ تنه يی تر ماسترۍ او ۱۸ تنه تر ليسانس کچې پوری زده کړي لری، د يادونی وړ ده چې د نوموړی پوهنځی دوه تنه استادان د قزاقستان په هيواد کې د ماسترۍ په زده کړو بوخت دی .

۱۲- ژورناليزم پوهنځى:

د ژورنالېزم پوهنځى په ۱۳۹۱ کال تاسيس شو چې د رياست دنده يې پوهندوى ببرک مياخېل په غاړه لري. ياد پوهنځى دوه څانګې لري چې عبارت دي له ( مطبوعاتو او راډيو تلويزيون) څخه ، د ١١ تنو استادانو لخوا پکې ٤٥٥ تنو محصلېنو ته تدريس کېږي. ياد پوهنځى د امريکا د اريزونا پوهنتون سره پارټنرشيپ لره چي پدې وروستيو کې پای ته رسيدلی دی.

دا پوهنځی خپل ستراتيژيک پلان لری. دم ګړۍ دغه پوهنځی د کابل پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځی سره په تفاهم کې خپل ښوونيز نصاب پرمخ بوزي، د راتلونکې لپاره د عامه اړيکو او ژورناليزم دڅانګو ايجاد په پام کې لري، ددې برخی د ښوونيز نصاب له پاره يی د اريزونا پوهنتون په مرسته يو پرمختللی کريکولم هم جوړ کړی دی.

١٣:- د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى:

د عامه ادارې پوهنځى په ١٣٩١ کال تاسيس شو، چې د رياست دنده يې پوهاند محمدبشير دوديال په غاړه ده. ياد پوهنځی تردې دمه عمومي دى، خو په راتلونکې کې به درې څانګې د (عامه ادارې، عامه پاليسۍ او د انکشاف مديريت څانګه) ولري. دغه پوهنځى ۲۰۰ تنه محصلين لري په دی ډله کې ۵ تنه اناث او ۱۹۰ تنه ذکور دی ، چې د ١٥ تنو استادانو لخوا ورته تدريس کېږي.

نوموړی پوهنځی خپل پنځه کلن ستراتيژيک پلان جوړ کړی دي چې همدا اوس تر اجرا لاندی دی. همدارنګه ددغه پوهنځی نصاب د GIZ,SPA او د آلمان هيواد د Potsdam پوهنتون د متخصصينو په مرسته تجديد شوی دی. له دی پرته دوی د يو شمير دفتری وسايلو او کتابونو په هکله هم مرسته کړيده. همدارنګه ياد پوهنځی يو کتابتون لری چې د ۱۰۰۰ ټوکو په شاوخوا کې په انګليسی، دری او پښتو ژبو کتابونه په کې شتون لري ،ددی ترڅنګ پوهنځی د (اداره) په نوم اخبار هم خپروی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x