نړۍ

اوباما: که تړون لاسليک نشي، ټول پوځيان به وباسو

د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما پرون د افغانستان په اړه له پوځي چارواکو سره په خپلو خبرو کې يو ځل بيا پټکه وکړه چې که حامد کرزی له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي؛ نو په افغانستان کې به يو امريکايي پوځي هم پاتې نشي. په پرونۍ غونډه کې د دفاع وزير چګ هيګل، په افغانستان د امريکايي پوځ مشر جنرال جوزف ډنفورډ او د امريکايي پوځ لوی درستيز جنرال مارټن ډيمسي ګډون کړی وه. په غونډه کې له افغانستانه د امريکايي پوځيانو په ويستلو، او له افغانستان سره د امنيتي تړون په لاسليکولو خبرې وشوې. اوباما يو ځل بيا و ويل چې که حامد کرزی دغه تړون لاسليک نه کړي، نو دوی به خپل ټول پوځيان له افغانستانه وباسي. اوباما و ويل چې دا بايد د څو هفتو خبره وي چې افغان ولسمشر خپله پريکړه وکړي چې، امنيتي سند امضا کوي کنه. او باما ويلي چې د تړون د نه لاسليکولو له امله د دوی ۲۰۱۴ وروسته پلان له ستونزو سره مخ دی. کرزي څو څو ځله ټينګار کړی چې تر څو امريکايان زموږ شرطونه ونه مني، تر هغه به دا سند لاسليک نکړي. وړمه ورځ هم کرزي له برتانوي اخبار “ټيليګراف” سره په خپله مرکه کې و ويل چې، د امريکايانو شتون د افغانستان په خیر نه دی او تېر  دولس کاله يې د افغانانو په زيان وبلل. کرزي دا هم ويلي چې په دې وروستيو کې د يو شمېر مرموزو وژنو او پر عامو خلکو د چاودنو تر شا د امريکا لاس دی او غواړي چې دی دېته مجبور کړي چې له امريکا سره دغه تړون امضا کړي، مګر کرزی ټينګار کوي چې دا وژنې او چاودنې افغانان له خپل هوډه نشي په شا کولای.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x