افغانستان

نړيوال بانک: افغانستان کې بې کاري او بې وزلي زياته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ غویی، ۱۳۹۶): نړيوال بانک وايي، چې د افغانستان په ښارونو او کليوالو سيمو کې د ناامنيو له امله بې کاري او بې وزلي په بې ساري توګه ډېره شوې ده.

په دغه راپور کې راغلي د ۲۰۱۳ او ۱۴ کلونو په پرتله فقر او بې کاري نوره هم ډېره شوې په داسې حال کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپل حکومت په لومړيو ورځو کې خلکو ته په دسترخوان کې د مثبت بدلون وعدې ورکولې.

 د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، چې هېواد کې د ناامنيو او اختطافونو له امله سوداګر خپلې پانګې له هېواده وباسي، حکومت د خلکو په امنيت ساتلو کې پاتې راغلی او دې سره د عامو خلکو پر اقتصاد هم ناوړه اغېز کېږي.

د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي: «د هېواد امنيتي وضعيت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی، که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو سوداګر به خپلې پانګې له هېواده وباسي او ټول ولس به له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شي.»

خو د اقتصاد وزارت چارواکي بيا ادعا کوي، چې د هېواد اقتصاد د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې ښه شوی او د نور ښه والي پر لور روان دی.

د کارګرانو اتحاديه هم وايي، چې حکومت له خپلو وعدو سره سم خلکو ته کارونه نه دي موندلي او ډېری ځوانان، چې په دندو وو، د نوي حکومت په راتلو په يوه او بله بهانه له دندو ګوښه کړای شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x