Hazrat-Umar-R-A

د عمر رضی الله عنه د عدالت شپږ (۶) ملغلرې

سرچینه: التاریخ الاسلامي

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

– ا: د اسلام خلیفه عمر – رضي الله عنه – د خوب له پاره وخت نه لاره، په ناسته به خوب ځنګاوه. هغه مبارک ته به چا وویل: امیر المؤمنینه! ولې نه ویدېږې؟

هغه مبارک به ورته ګړه: څنګه ویده شم، که دورځې ویده شم د خلکو حقوق پایمالېږي، که د شپې ویده شم د الله پاک په عبادت کې به مې برخه نه وي اخیستې.

– ب: عمر – رضي الله عنه – یوه ورځ بیمار شو، طب پوهانو ورته د عسلو سپارښتنه وکړه، په بیت المال کې عسل و، له ځینو فتحه شوو ښارونو نه تر لاسه شوي ول، هغه مبارک له هغه عسلو نه خوراک و نه کړ، خلک یې را غونډ کړل، منبر ته وخوت، اجازه یې و غوښته او ویې ویل: زه به د بیت المال شته عسلو نه خوند و نه څکم، تر څو تاسو راته اجازه و نه کړئ پر ما حرام دي، خلکو و ژړل، ټولو ورته د خوړلو اجازه ورکړه. هغوی په خپل منځ کې یو بل ته کړه: اې عمره – الله پاک دي ډېر خیر در کړي – نور خلیفګان، چې له تا پس راځي هغه دې ستړي کړه – الله پاک دي پر تا رحم وکړي – له تا نه وروسته خلیفګان دي ستړي کړه.

– ج: يوه ورځ د اسلام خلیفه عمر – رضی الله عنه – روان و، له هغه مبارک سره “ابو عبیدة” – رضی الله عنه – هم مل و، یوې ښځې ورته کړه: آه اې عمره!

ته څه یې، وړاندې عمیر نومول کېدې د “عکاظ” په کوڅو کې به له هلکانو سره ځغلېدې، بیا څه مهال پس “عمر” شولې، بیا څه زمانه وروسته د “امیر المؤمنین” نوم در کړل شو، له الله پاک نه و وېرېږه اې عمره! پوی شه، چې هغه – جل جلاله – درنه د رعیت په اړه پوښتنه کړي، چې څنګه دي د رعیت او اولس پالنه کړله. هغه مبارک سخت وژړل. ابو عبیده – رضی الله عنه – هغه په دې ملامته کړه، چې ولې دي امیر المؤمنین ته نا لایقه خبرې وکړې. هغه مبارک ورته وویل: اې ابو عبیده پرېږده، دا هغه ښځه ده، چې الله پاک یې له اووه اسمانه لوړ خبره واورېده.

– د: روایت دی، چې عمر – رضی الله عنه – ته د خلافت دروند مسؤلیت ور په غاړه شو ژړل به یې. یوه ورځ خپلې بي بي د ژړا پر مهال وموند، ورته یې کړه؛ څه پېښ شوي، چې ژاړې؟!

هغه مبارک په لړزېدلې غږ ورته کړه: د نبوي امت دروند پېټی مې غاړي ته لوېدلی؛ د وږي، ناداره په غم ستړی یم؛ د بیماره او ناقراره په درد ستړی یم؛ د نا پېژانده لڅ په جامه ستړی یم؛ د غریب، د مظلوم، د بندي، د سپین ږيري او… په فکر ستړی یم، پوهېږهم: د کائناتو مالک به رانه د هغوی ټولو په اړه پوښتنه وکړي، له دې وېري ژړېږم!

– ه: ستر څښتن دي په عمر – رضی الله عنه – پیرزوینه وکړي! کله به د هغه مبارک نس ګوړا (اواز) له دې امله کوله، چې هغه مبارک به له تیلو سره ډوډۍ خوړله، نس ته به یې د خطاب په توګه ویل:

«قرقري أو لا تقرقري لن تذوقي طعم اللحم حتى يشبع أطفال المسلمين»

ژباړه: که ګوړا کوې او کنه! تر هغه به د غوښې خوند و نه څکې تر څو، چې د مسلمانانو بچیان نه وي ماړه شوي!

– و: د “عام الرمادة” کال – په کوم کې چې مسلمانان له سختې ولږې او قحطۍ سره لاس او ګرېوان وو – عمر (رضی الله عنه) به یواځې له تېلو سره ډوډۍ خوړله تر دې، چې د تنې پوست یې تور واوښت؛ ویل به یې: ډېر بد واکمن به یم، که زه موړ یم او خلک (اولس مې) وږې وي.

ــــــــــــــــــــــــ
نتیجه: -واکمن باید په اسلامي اصولو ښه بډای وي!

– واکمن باید د ځان هوساینه او استراحت تر خپل اولس ځار کړي.

– د اولس تر څنګ باید د ستر څښتن په عبادت کې هم پراخه برخه ولري.

– واکمن و بیت المال ته باید زیاته پاملرنه وکړي، بې له اړتیا یې باید مصرف نه کړي.

– واکمن د چا، و مناسبو نیوکو ته باید په نرمه ژبه ځواب ووایي.

– واکمن باید د خلکو تر منځ توپيري چلند و نه کړي.

– واکمن باید د خپل واک او ځواک پر مهال له “ذو الکبریآء والجبروت” څښتن نه تر نورو زیات و وېرېږي.

– واکمن باید د ټول ملت په فکر کې و اوسېږي.

– واکمن باید د بېوزله، بې واکه، بې ځواکه او بې وسه انسانانو ژوند ته رغنده کتنه وکړي.

– تر ټولو غوره او سپېڅلی واکمن هغه ده، چې د (ذوالجلال) خدای – جل جلاله – او د هغه د پیغمبر (محمّد) – صلی الله علیه وسلم – و ټولو اصولو، قوانینو او فرامینو ته ژمن او د ملت ټولې: دیني، دنیوي او اخروي ګټې یې عملاً په پام کې نېولې وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د