امريکا کې سختو واورو او توپانونو د ژوند چارې په ټپه درولي
د امريکا په يو شمېر ايالتونو کې دسختو واورو او توپانونو له امله شپږلکه خلک له بريښنا بې برخې شوي او د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي. همدا رنګه د واورو او توپانونو له امله ۲۶۰۰ پروازونه هم منسوخ شوي دي. ويل کيږي چې په دغو ايالتونو کې خلک د مالګې او خوراکي توکيو له کمښت سره هم مخ دي. د يادونې وړ ده چې، له درې ورځو راهيسې په يو شمېر امريکايي ايالتونو کې د سختو واورو او توپانونو له امله د ژوند چارې په ټپه ولاړې دي.