افغانستان

طالبان: که سياسي بنديان اعدام شي، حکومتي او قضايي ارګانونه به د خپلو بريدونو لومړيتوب وګرځوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸ غویی، ۱۳۹۶): يو شمېر سرچينو ويلي، چې د ګډ حکومت چارواکو په اعدام محکوم شوي بنديان يو ځانګړي ځای ته راټول کړي او داسې اندېښنه شته، چې پر دغو بنديانو د اعدام سزا پلې شي.

د سرچينو په باور حکومت دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې، چې طالبانو پر شاهين قول اردو بريد کې نژدې درې سوو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله.

پر شاهين قول اردو له بريد وروسته د ملي امنيت پخواني مشر رحمت الله نبيل په ګډون د پخوانۍ شمال ټلوالې ځينو غړو او يو شمېر نورو کسانو د بندي طالبانو د اعدام غوښتنه وکړه.

د څرخي پله يوه زنداني نن ټکی اسيا ته وويل، چې په اعدام محکوم شوي زندانيان له محبسه ويستل کېږي، خو نور معلومات يې نه کيږي، چې حکومت يې چېرته وړي. يوه بل بندي وويل، د زندان ساتونکي په اعدام محکوم شوي طالب زندانيان يوه ځای ته راټولوي او دوی نور نه پوهېږي، چې پایله به يې څه وي؟

طالبانو حکومتي چارواکو او قضايي ارګانونو ته ګواښ کړی، که بندي طالبان يې اعدام کړل، دوی به هم حکومتي چارواکي، قاضيان او څارنوالان د خپلو بريدونو په لومړيتوب کې وګرځوي.

طالبان وايي، چې د بنديانو اعدامول کومه لاسته راوړنه نه ده او که حکومت رښتيا هم له طالبانو سره جګړې ته زړه ښه کوي، د جګړې ډګر يې ځای دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې طالب جنګيالي په جګړه کې ټول شرعي او نړيوال قوانين مراعاتوي او د خپل مشر مولوي هبة الله په ځانګړي امر يې د امنيتي ځواکونو سلګونه بنديان د لوروينې له پيغام سره خوشې کړي او ټپيان يې هم له طبي مرستو وروسته خپلو کورونو ته لېږدولي دي.

طالبان وايي، چې قضايي او استخباراتي ادارې د شکنجو او زور له لارې پر خلکو اقرار کوي، چې د قانون له مخې دغه ډول اقرار په قضا کې د منلو نه دی.

د طالبانو سربېره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» هم په خپل تازه راپور کې ويلي و، چې د ملي امنيت زندانونو کې سياسي بنديانو سره ناوړه چلند کېږي، د تعذيبونو او شکنجو په مټ ترې اقرارونه اخيستل کېږي او غوښتنه يې کړې وه، چې حکومت بايد د دغه ډول کارونو مخنيوی وکړي.

طالبانو هم له بشري ټولنو غوښتي، د بنديانو د حقونو په اړه دې پر حکومت غږ وکړي، چې دفاع زندانيان اعدام نه کړي او ګواښ يې کړی، که حکومت دغه اعدامونه وکړل، طالبان به يې هم غچ واخلي او د خپلو بريدونو لومړيتوب همدغه امنيتي کړۍ او قضايي ارګانونه وګرځوي.

طالبانو ويلي، که د دوی اوسنۍ غوښتنه ونه منل شي، دوی به هم بيا د چا د ترحم غوښتنې ته پام ونه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

مجاهدین باید چی ددیر صبر اوحوصلی سخه کارواخلی بلکی که چیری خدای مکره احساساتی شی چی دغه جهادی ولولی ته ئ سده مه وه نه ره سیژی ..فصبر ان وعد الله ..حق‌ .وستغفرلذنمبک….رابشو دغه نوکر اومزدوری ایداری ته به دا وه وایم چه ای د ه صلیب یانو مزدوراکوم چه هغه غت مزوران دی افغانستان زیاتی ستا سی زای نه د ی په خپله دوی دیر شه پوهیژی چه‌خا مخا زی نه بلکی تشتی به همد غو دصلیبودوستانو ملکو ته خا مخا پاته شول دغه کوچنی او بیسوا نوکر دغه هسی خپل زانونه وژنی ….

عزيزالله عاجز

رب العالمين دى دمظلومو اسيرانو حفاظت وکړى
حکومت ته په کارده چى دمظلومو اسيرانو دوژلوڅخه لاس واخلى
ترڅو دخپلو ځانودپاره دمرګ موزينه مساعده نه کړى
او دوطن اصلى بچى دبل په غوښتنه په شهادت ونه رسوى
دغه سياسي بنديان نوکم جرم نه دى کړى ددى سياسي بنديان
جرم دادى چى اشغال شوى افغانستان دغربى نړى له منګولو
خلاصوي او ګران هيوادو ته سوله ارامى راولى

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x