ټولنیزه برخه

په ماشوم کې د مثبتو چلندونو د پیاوړتیا په تړاو شپاړس ټکي

ژباړن : عطا محمد میاخېل

۱ ـــ پام مو وي، چې نیمګړتیاوې، تېروتنې او تاوانونه ستاسو ذهن بوخت نه کړي . په قصدي دول د خپل ماشوم ښو او سمو کارونو ته پام وکړئ، کله چې یوه مثبت کار ته پام کوئ، نو په ډېرې آسانۍ کولای شئ، هغه ته ارزښت ورکړئ او پیاوړی یې کړئ .

۲ ـــ د خپل ماشوم وجودي ارزښت د هغه د ښو او بدو کارونو څخه جلا وګڼئ او د دې وینا پر ځای ( چې ته فوق العاده یې، ځکه ودې کولای شول، چې د سرلوړۍ چینه شې . )              ووایئ : ( ډېره ښه ده ! د ویاړ خبره ده ! پوهېږم، چې دا ځل دې ډېره هڅه کړې ده ) که چېرې ماشوم مو له کوم کار څخه سر لوړی را ونه وت یا یې ماتې وخوړه، ښه سړی نه و او شتون یې ارزښتمن نه دی ؟

۳ ـــ د یوه چلند د مهم ګڼلو له پاره، له دې دوه پړاویز تخنیک څخه ګټه واخلئ . په پیل کې هغه چلند د خپل ماشوم په حضور کې پرته له کوم قضاوته تشریح کړئ : ( وینم چې موټر دې په هماغه ساعت کې بېرته راوستی، کوم چې ویلي دې و ) . ( ډېر ښه ! خپل ټول ورځني کارونه دې ترسره کړي دي ) . خپله دنده دې په ښه توګه ترسره کړې ده .            وروسته ورته ووایئ، چې دا مثبت چلند څه ګټه ور رسولی شي : ( که چېرې خوښه دې وه د اوونۍ په وروستۍ ورځ کولای شې، بیا موټر بوځې ) . ( اوس کولای شې ټلویزیون ننداره کړې او یا هم لوبې وکړې ) . اوس کولای شې، له ټیلیفون څخه ګټه واخلې .

۴ ـــ له خپل ماشوم څخه د هغه د همکارۍ او د مثبتو پایلو د ترلاسه کېدو په خاطر مننه وکړئ . هېڅکله همکارۍ ته د ترغیب په خاطر هغه ته دوکه مه ورکوئ او هڅه مه کوئ د دې په ویلو سره، چې ډېر ښایسته، ځېرک او زړور دی، همکارۍ ته یې اړ کړئ . په هغه صورت کې چې د کوم کار په ترسره کولو کې یې له ځانه زړورتیا او هوښیاري څرګنده کړه، نو کړنې یې تایید کړئ . ( خپل د لوبو سامان آلات دې ډېر ښه منظم کړي دي ) شاباس ! هرڅه ته دې ډېر ښه پام شوی دی .

۵ ـــ د یوه ځانګړي کار ترسره کولو ته د خپل ماشوم د هڅولو له پاره، د نورو وړتیاوې یې په مخکې مه بیانوئ : ( د تره لور دې دا کار په ډېره ښه توګه ترسره کوي ) یا ( ستا په عمر هلکان له پېریانو او دېوانو څخه نه وېرېږي ) دا ډول جملې یوازې په ماشوم کې د لجبازۍ، ټنبلۍ، بې کفایتۍ او له نورو څخه د کرکې احساس را منځته کوي .

۶ ـــ د هڅونې په توګه له کوم شرط څخه ګټه مه اخلئ، لکه دا جملې : ( کله چې خپل ورځني کارونه ترسره کوې، نو د خوشالۍ احساس کووم )، ( کله چې لوړې نمرې اخلې، داسې احساس کووم، چې درسره مینه لرم ) خپل ماشوم ته داسې څرګندوئ، چې ستاسو خوشالي او مینه له هغو کارونو سره تړلې ده، کوم چې ترسره کوي یې .

۷ ـــ فکر مه کوئ، چې ستاسو ماشوم باید هغه احساس ولري، کوم چې ستاسو د پام وړ دی. ( باید وویاړې … چې … یا باید خوشاله اوسې چې … ) ځکه ټاکلې شوې نه ده، چې د یوې ځانګړې تجربې مانا او ارزښت ستاسو او د ستاسو د ماشوم له نظره یو شان وي .

۸ ـــ په هڅونه کې افراط او له بریده تېری مه کوئ .

۹ ـــ که څه هم ماشومان ستاسو د ۱۰ یا ۲۰ روپیو له ډالۍ سره مینه لري، خو د کارونو د ترسره کېدو له کبله یوه ساده هڅونه کولای شي، ډېره ګټوره وي .

۱۰ ـــ د خپل ماشوم د هڅونې پرمهال د هغه له پاره پروګرام او دستور مه ټاکئ . کله چې ماشوم مو خپل وېښتان سم جوړ کړي، د دې جملې ویل : ( ولې نباید تل داسې ښکلې ښکاره شې ؟ ) هغه ته دا هیله ورکوي، چې باید په خپل بدن او ظاهري وضعې باندې ډېر وخت ولګوي .

۱۱ ـــ که چېرې خوښېږي مو، نو خپل ماشوم ته ووایئ، چې بېساری دی، ځنډ مه کوئ او ووایئ، یوازې پاملرنه وکړئ . بېساري اوسېدلو ته یې په کارونو پورې تړاو مه ورکوئ . ووایئ : ( ډېر ښایسته یې ) همدا او بس ! اجازه ورکړئ، چې ماشوم مو پوه شي، د خپل ځان له پاره یې ورسره مینه کوئ . پرته له قید و شرطه یې وستایئ .

۱۲ ـــ ستاینه او هڅونه د ګیلو او شکایتونو د پیل له پاره لاره مه ګڼئ : ( شاباس د کیمیا ټولې پوښتنې دې حل کړې، خو افسوس چې د ریاضي په درسونو کې دا ډول بریالی نه یې) ښایي دا جمله ستاسو په اند مثبته او جوړونکې وي، خو ماشوم مو دا یو ډول برید او ګواښ ګڼي .

۱۳ ـــ د تېرو چلندونو ستاینه، یو ډول رټنه او دوکه بازي ګڼل کېږي : ( مخکې ډېر ښکلی کېدې او خپل درسونه دې په سمه توګه لوستل ) د اوس وخت په اړه خبرې وکړئ .

۱۴ ـــ د دندې د ترسره کېدو او نوې همکارۍ له پاره د ماشوم تر ټولو غوره هڅوونکی دادی، چې د خپلې همکارۍ له امله مثبتې پایلې وازمایي . که چېرې هغه ته وایئ ( که چېرې تر ۷ بجو دې خپلې دندې ترسره کړې، نو کولای شې له ټیلیفون څخه ګټه واخلې ) نو باید په یاد مو، چې د ۷ بجو پرمهال د هغه د ګټه اخیستنې له پاره ټیلیفون آزاد پرېږدئ .

۱۵ ـــ هڅونکي باید د ماشوم له پاره مهم او ارزښتمن وي، دا چې خپل ماشوم ته ووایي :     ( شاباس ! خپله کوټه ښه منظمه کړې ده، اوس کولای شې، چې جامې اتو کړې ! ) نو دا    د دې سبب ګرځي، چې ماشوم مو نور خپله کوټه منظمه نه کړي، ترڅو دا پایله یې هم په برخه نه شي ( مګر دا چې د جامو اتو کول یې خوښېږي او خوند ترې اخلي ) . د دې جملې ویل : ( ډېر ښه، اوس کولای شې ټلویزیون ننداره کړې ) کولای شي، تر ټولو غوره هڅونکی وي . په دې شرط چې د کوټې د نه منظمولو په پرتله د ټلویزیون له ننداره کولو سره ډېره زیاته مینه ولري .

۱۶ ـــ وروسته له دې، چې ماشوم یو کار څو څو ځله ترسره کوي، نو هغه کار یې لږ لږ د ذهن په شهزادګۍ بدلېږي او ستاسو له لوري د هڅونې او تشویق اړتیا ورځ تر بلې کمېږي . سره له دې هم غوره ده، چې تل خپل ماشوم د مثبتو کارونو په خاطر یې وستایئ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x