نړۍ

د حکومت او طالبانو مرکچيان نن ګډه ناسته کوي

د لال جومات خطيب او د طالبانو لخوا د مذاکراتو د کميټې غړي مولانا عبدالعزيز نن پنجشنبه خبريالانو سره په خپلو خبرو کې و ويل چې، د طالبانو او حکومت لخوا د خبرو اترو کميټې نن ګډه ناسته کوي. مولانا عبدالعزيز زياته کړه، چې دغه ليدنه به په يو پټ ځای کې وي. د مولانا له قوله په دغه ګډه ناسته کې به د مذاکراتو د کړنلارې او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشي. مولانا و ويل چې، طالبان د مذاکراتو په تمه دي. د طالبانو د سياسي شورا مشر قاري شکيل ويلي چې، د دواړو کميټو غړي دې وزيرستان ته راشي، دوی يې هرکلی کوي. مولانا عبدالعزيز ويلي چې وزيرستان پورې د رسيدو لاره ډېره سخته ده او حکومت دې دوی په هليکوپتر کې ورسوي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x