افغانستان

پروان: د علماو د شورا رئیس په یوه چاودنه کې د اته طالبانو په ګډون ووژل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ غویی، ۱۳۹۶): د پروان په یوه دیني مدرسه کې دننه د چاودنې له امله یو دیني عالم او اته تنه طالبان وژل شوي دي.

دیني عالم مولوي عبدالرحیم شاه حنفي په پروان ولایت کې د علماو د ولایتي شورا مشر وو. نوموړي د پروان ولایت په مرکزي دار العلوم کې تدریس هم کاوه.

د پروان امنیتي چارواکي وايي چې چاودنه نن سهار شاوخوا اوه نیمي بجې د پروان ولایت په مرکزي دار العلوم کې وشوه.

دوی وایی چې چاودېدونکې توکې د مدرسې په یوه ټولګي کې دننه ځای پر ځای شوي وه.

تر اوسه د پيښې مسؤولیت چا په غاړه نه ده اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x