
زلمی ویسا د کندهار د نوي والي په توګه وټاکل شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ غویی، ۱۳۹۶): د کندهار د پخواني والي توریالي ویسا مشر ورور زلمی ویسا د ولسمشر له لوري د یوه فرمان له مخې د کندهار والي ټاکل شوی دی.
زلمی ویسا ددې تر مخه د پکتیا والي او د هغه تر مخه د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان وو.
د پکتیا لپاره د والي معاون د سرپرست والي په توګه ټاکل شوی.
د سیمه ایزو ارګانونو خپلواکې ادارې نن پر خپل فیسبوک پاڼه دغه اعلان کړی.