د نن سرلیکنه

طالبان تر ټولو ښه ګټونکي- سرمقاله

پرون د چارشنبې په ورځ د لندن انګلیسي ژبې ورځپاڼې ګارډین په خپلې وروستۍ ګڼې کې طالبان په افغانستان او پاکستان کې تر ټولو مهم ګټونکي(In Afghanistan and Pakistan the Taliban seem to be winning) ترسرلیک لاندې یوه اوږده تحلیلې مقاله خپره کړې.

په یاده مقاله کې چې د ګارډین ورځپاڼې د مهم لیکوال سيمون تيزدال (Simon Tisdall )په قلم لیکل شوې په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو په وروستیو مذاکراتو او د کرزي او نواز شریف ترمنځ د مماثلتونو او توپیرونو په اړه رڼا اچول شوې.

د مقالې په وروستۍ برخه کې د نتیجه ګیري په ډول راغلي چې په هرحالت کې طالبان په افغانستان کې د قضیې ښه ګټونکي بلل کیږي او دغه چانس اوباما په خپله طالبانو ته هغه وخت په لاس ورکړ چې له افغانستان څخه یې د ۲۰۱۴ کال په اخیرکې د ټولو بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ لپاره معینه نیټه وټاکله .

دې کار طالب جنګیالیوته د بریالیتوب روحیه ورکړه او اوس په ډاډه زړه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د پرشاتګ د نیټې را رسیدوته د انتظار شیبې شماري.

د افغانستان له وروستي نامعلوم امنیتي وضعیت څخه داسې جوتیږي چې د دې هیواد په اړه لویدیځوال هم په یوه متردد او تشویش ناک حالت کې قرارلري؛ ځکه د هغوئ ځواکونه په افغانستان کې له ډیرو پوځي تلفاتو او زیاتو مالي لګښتونو سرسره په دغه ملک کې د ځان په ګټه هیڅ لاسته راوړنه نه لري، همدا لامل دی چې اوس هغوئ ته له افغانستان څخه وتل او په افغانستان کې پاتې کیدل دواړه په سخت سرخوږي بدل شوي دي.

د کرزي او واشنګټن تر منځ له وروستۍ ترینګلتیا وروسته له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د پرشاتګ احتمال ډیر قوي شوی دی .

د تیرې سې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر بارک اوباما په سپیني ماڼۍ کې له خپلو جګ پوړو پوځي او سیاسي چارواکو سره هم په دې اړه غونډه لرله چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په پاتې کیدو او له هغه څخه په وتلو باندې خبرې وشوې او دهغو په جمله کې له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو په ایستلو هم د یوه انتخاب په حیث بحث وکړ.

د امریکایانو د پوځي اوسیاسي چارواکو تر منځ په افغانستان کې د دوئ د پوځي حضور په اړه مختلف نظریات موجود دی ، د هغوئ اکثریت سیاست وال په دې نظر دی چې دا حضور یې ناکام او باید ټول پوځیان له افغانستانه وایستل شي.
دغه نظر نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د ځینو امریکایي پوځي چارواکو له خولې لیکلی، چې هغوئ نور په افغانستان کې له پاته کېدو سره هیڅ لیوالتیا نه لري.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x